د سعودي عربستان یو پانګه وال خپل زوی ته د زوکړې په ورځ دوه ایربس الوتکې وپیرودې

روهي( پنځه نۍ/۷ د وږي )، د سعودي عربستان یو تن سوداګر خپل زوی ته د زوکړې د ورځې د تحفې په خاطر په غلطۍ کې د ۳۶۵ میلیونو ډالرو په ارزښت دوه ایربس الوتکې وپیرودې.
 
نوموړي سعودي پانګه وال چې نه يی غوښتل نوم يي واخیستل شي ویلي دي چې زوی يي د الوتکو سره ډیره زیاته مینه لري. ما غوښتل چې د هغه د زوکړې د ورځې په تحفه کې هغه ته یو ډیره ښکلې د لوبو الوتکه ورکړم.
 
هغه ویلي دي چې په انټرنټ کې په پلټنو پیل وکړ. د ایربس سایټ ته داخل شو. د ایربس په سایټ کې دوه الوتکې فرمایش ورکړ. د فرمایش ورکولو نه سمدلاسه وروسته د ایربس شرکت راسره تماس ټینګ کړ. خو دا چې زه په انګلیسي ژبه ښه نه پوهیدم په غلطۍ کې مې د لوبو د الوتکو پر ځای د ایربس الوتکو فرمایش ورکړی وو او هغه مې تایید کړ.
 

خو کله چې د پیسو ورکولو وخت راغی هغوې ماته وویل چې ددې الوتکو بیه ۳۶۵ میلیونه ډالره کیږي. زه لږ اشتباهي شوم خو بیا مې د ځان سره وویل چې البته دا به ډیرې ځانګړې الوتکې وي. پيسې مې ورته ټرانسفر کړې.
 
 
کله چې شرکت د پيلوټانو غوښتنه وکړه ما د ځان سره وویل چې البته دوی پر مونږ ملنډې وهي.
 
شرکت وویل چې پيلوټان مو راولیږۍ چې الوتکې ورته تسلیم کړو. زه دلته پوه شوم چې د لوبو د الوتکو پر ځای مې ایربس ای ۳۵۰ – ۱۰۰۰ اس ډوله الوتکې پیرودلي دي.