
روهي( پنځه نۍ/۷ د وږي )، مکسیکو کې په شپې په کلوپ د وسله وال او بوتلي بمونو په برید کې په لسګونو تنو ژوند دلاسه ورکړی دی.
یاد برید د مکسیکو د وراکروز ایالت اړوند کواتزاکوالکوز په ښار کې د سپین اسپ په نامه د شپې په کلوپ شوی دی.
د یاد شوي ښار پولیسو ویلي دي چې برید کوونکو د شپې په کلوپ د وسله وال برید نه وروسته پرې د بوتلي بمونو برید کړی دی.
برید کوونکو غوښتل چې د کلوپ دننه خلک ژوندي وسوځوي. د برید په پایله کې ۲۳ تنه وژل شوي چې ۸ تنه يي ښځې دي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د وراکروز ایالت لوی څارنوالۍ ویلي دي چې ددې برید د اصلي لامل د پيدا کولو په خاطر به په ډيره شفافه توګه کار وکړي او هر اړخیز راپور به جوړ کړي.