د روسيې پر وړاندې د امريکا بله هڅه: امريکا غواړي د دويمې نړيوالې جګړې حقيقتونه سرچپه او د روسيې قربانۍ دفن کړي

د روسيې پر وړاندې د امريکا بله هڅه: امريکا غواړي د دويمې نړيوالې جګړې حقيقتونه سرچپه او د روسيې قربانۍ دفن کړي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
دويمه نړيواله جګړه د انساني بشر په تاريخ کې تر ټولو ستره انساني تلفات لرونکې، ورانونکې، غميزې راولوړنکې او د نړۍ د سکون او ارام اخېستونکې جګړه شمېرل کيږي. دا جګړه که له يوې خوا پورته بدبختۍ راولوړنکې کې وه خو له بلې يې خوا که چېرې د جګړې ډګر ته د را دننه شوې هېوادونه مخنيوی نه وای شوی، نو لېرې نه وه چې نړۍ به اوسنی سکون نه درلودلی؛ د امپريالېزم، فاشېزم او د يو هېواد د بل پر وړاندې د جګړې سنګر به هر ورځ تجربه کېدای.
 
د دغه جګړې هر شيبه او لحظه تاريخ لېکلې ده او نوي نسلونو ته يې د عبرت او درس اخېستو په موخه پرېښودلې ده. دا چې ولې دويمه جګړه پيل شوه او چا پيل کړه لاندې پرې لنډه رڼا اچو.
 
جاپان کې واک د امپريالېستيک امپراتور هېروهېټو په لاس کې وو، د اروپا دننه ودلف هټلر او بېنټو موسوليني چې په سياسي فکر فاشېسټان وو واک ته رسېدلي وو.
 
د دويمې نړيوالې جګړې وړاندې نړۍ د لومړۍ نړيوالې جګړې په نوم جګړه تجربه کړې وه. ياده جګړه د ويرساليز تړون يا Treaty of Versailles په لاسليک کولو سره پای ته ورسېده. ياد تړون کې چې د جرمني او يو شوي (متحدينو) ترمنځ لاسليک شو، په جرمني د جګړې د ورانيو يو ستر مالي پټی واچول شو او په دې سره د جرمني اقتصاد سخته ضربه وخوړه او د حکومت دننه يې کړکېچونه راپورته شول. جرمني د لومړۍ نړيوالې جګړې د جبران په پار په يو تعرضي عمل لاس پورې کړ چې دويمې نړيوالې جګړې ته يې لار پرانېستله.
 
هلته؛ په اسيا کې جاپان د امپراتورۍ په فکر کې وو او همدا ډول يې اقتصاد مخ پر وړاندې روان وو. په ۱۹۳۱ کال کې جاپان د خپلې امپراتورۍ د پراختيا په موخه پر منچوريا پوځي بريد او يرغل وکړ.
 
ايټاليا، جرمني او هسپانيه په اروپا کې هغه رژېمونه وو چې په فاشېزم سياست سره يې د خپلو امپراتوريو د پراختيا هڅې کولې. په ايټاليا کې بېټوموسوليني پر اېتوپا بريد وکړ، جرمني د ودلف هټلر په مشرۍ پولنډ لاندې کړ او په هسپانيه کې امپراتور (فرانکو) هم د خپلې خاورې د پراختيا په فکر کې وو.
 
جرمن دېکتاتور ودلف هټلر د ويرساليز له تړون خوښ نه وو. دی په ۱۹۳۴ کال کې د جرمني واکمن او دېکتاتور رهبر شو. نوموړي د جرمني لپاره د عزم اخېستو لپاره يې لومړی په ۱۹۳۸ کې په اسټريا بريد وکړ او په ورپسې کال يې چکسلواکيا را لاندې کړه.
 
د پورته پېښو په نظر کې نېولو سره د دويمې نړيوالې جګړې د پيل اصلي لامل پر پولنډ د جرمني بريد او يرغل شمېرل کيږي. پر پولنډ د جرمني بريد په پولنډ کې د September of Campaign او يا د 1939 Defensive War په نومونو ياديږي. ياد بريد په جرمني کې د Poland Campaign په نوم شهرت لري. جرمني ياد يرغل د ۱۹۳۹ز کال د سېپټېمبر مياشتې په لومړۍ نېټه وکړ او همدغه نېټه د لومړۍ نړيوالې جګړې د پيل نېټه هم ده.
 
د شوري يووالي واکمن جوزيف سټالېن د جرمني د (نه يرغل) تړون په اساس د سېپټمبر مياشتې تر ۱۷ نېټې انتظار وکړ خو وروسته يې د هټلر په مشرۍ د نازي جرمني ځواکونو پر وړاندې پولنډ ته پوځيان واستول. ورپسې په ۱۹۴۱ کال په جون مياشت کې جرمني ځواکونو پر شوري يرغل وکړ. دغه مهال شوري يووالی، بريتانيا او د امريکا متحد ايالت د جرمني يا د دويمې نړيوالې جګړې د محوري ځواک پر وړاندې سره متحد شوي وو.
 
دا چې دويمه نړيواله جګړه پر پولنډ د جرمني له بريد وروسته پيل شوه او د محوري ځواک پر وړاندې روسيه، امريکا او بريتانيا او د نړۍ يو شمېر نور هېوادونه سره يو شوي وو. د جرمني له يرغل څخه د پولنډ د خلاصون په پار تر ټولو ستره قرباني شوري يووالي ورکړه. د جوزېف سټالېن په لارښوونه تر ۶۰۰ زره روسي پوځيان پولنډ ته دننه شول او له پولنډ څخه په دفاع کې هلته ووژل، چې په دومره شمېر قرباني د متحدينو ځواک کې امريکا متحدو ايالتو او بريتانيا نه ده ورکړې.
 
د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې د جوزيف سټالېن غوښتنه دا وه چې د جرمني له ماتې وروسته به پولنډ يو خپلواکه هېواد وي او ياد هېواد به په برخو نه وېشل کيږي. جوزيف سټالېن د پولنډ د ولسمشر (بولېسلا بيورټ) هغه غوښتنه ومنله چې پولنډي - اصله روسی مارشال (کنسټنټېن اوېچ) دې پولنډ ته د دفاع وزير په توګه واستل شي ترڅو د ياد هېواد پوځ غښتلی او رهبري کړي. (کنسټنټېن اوېچ) چې په خټه پولنډي خو د شوري په پوځ کې مارشال وو. له جګړې وروسته پولنډ ته لاړ ؛ دفاع وزير د وزيرانو شورا مرستيال او د هغه هېواد ځواک يې رهبري او پياوړی کړ.
 
د پورته بېلګو په ډول شوري يووالي د پولنډ څخه د دفاع او همکارۍ په پار خپل پوځيان، مالي او مادي امکانات د هغه هېواد په لاس کې ورکړل او شوري ته په دې برخه کې ستر انساني او مادي تلفات هم ورسېدل.
 
اوس چې د دويمې نړيوالې جګړې له پيل څخه ۸۰ کالونه تيريږي او ټاکل شوې ده چې روان کال به يې په پولنډ کې اتيامه کليزه ولمانځل شي. په دويمه نړيواله جګړه کې ښکېل د نړۍ يو شمېر هېوادونه د دويمې نړيوالې جګړې د پيل د نمانځنې اتيايمې کليزې ته غوښتل شوي دي، خو مسکو ته په کې بلنه ده ورکړل شوې. دا چې ولې مسکو يادو مراسمو ته نه غوښتل کيږي په لاندې ډول يې ځيني لاملونه بيانوو.
 
۱- د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د روسيې او امريکا متحدو ايالتو ترمنځ اتحاد مات شو. امريکا چې د شوري په ډول له دويمې نړيوالې جګړې برياله راوتې وه په دې هڅه کې شوه چې د نړۍ زبرځواک او غښتلی هېواد جوړ شي. په دويمه نړيواله جګړه کې د امريکا په پرتله د روسيې ونډه، قربانۍ او تلفات ډېر وو. اوس د امريکا متحده ايالت او ورسره ملګري هېوادونه يې په دې هڅه کې دي چې په يادې جګړې کې د روسيې رول کم معرفي کړي او يا دا چې د جګړې ډيری ناخوالې د محوري ځواک پر ځای د شوري يووالي پر اوږو واچوي.
 
۲- د امريکا متحدو ايالتو سره د نېږدې پوځي او سياسي اړيکو پر اساس، پولنډ هغه قربانۍ هېروي چې د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې شوري ځواکونو د پولنډ لپاره ورکړې وې. څه ډول مو چې وړاندې وويل ۶۰۰ زره روسي پوځيان د پولنډ په جګړه کې ووژل شول خو اوس مهال د هغه سرتيرو قبرونو هم د پولنډي حکومت له خوا په ورانېدو دي او له منځه يې وړي. له دې وراېخوا په پولنډ کې د هغه شوري پوځيان مجسمې رانسکورې شوې، چې په دويمه نړيواله جګړه کې په پولنډ کې قرباني شوي وو. او همدا ډول په ياد هېواد اوس اجازه نه ورکول کيږي چې د کوم روسي سرتيري مجسمه ودرول شي.
 
۳- په سياسي ډول د پولنډ حکومت په دويمه نړيواله جګړه کې د ودلف هټلر پر ځای، جوزيف سټالېن په ياد هېواد کې په وژنو، تاوتريخوالي او نښتو تورنوي. په ۲۰۱۵ کال کې د پولنډ بهرنيو چارو وزارت يو چارواکي په يوې مقالې کې ولېکل، چې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال پولنډ ته ډيری مصيبتونه چې وژنې، جنسي زورونې، شکنجې او تاوتريخوالي وو؛ د شوري ځواکونو څه پېښ شوې، په داسې حال کې شوري ځواکونه د هټلر په مقابل کې په دويمه نړيواله جګړه کې په پولنډ کې قرباني شول شول.
 
۴- په ۱۹۵۵ز کال د مې مياشتې په ۱۲مه نېټه د پولنډ او شوري يووالي ترمنځ د دوستی يو قرارداد لاسليک شو، چې د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د شوري يووالي قربانيو ته په کې درناوی شوی؛ د شوري او پولنډ ترمنځ د دوامداره او ښو متقابلو اړيکو يې هوکړه يې درلوده. د يادې تړون سره هم په ټکر کې د پولنډ اوسنی حکومت د روسيې پر وړاندې سياسي سنګر نيسي او د روسيې سيال هېواد امريکا متحدو ايالتو په غيږ کې ځان اچوي.
 
۵- اوس مهال پولڼد له امريکا متحدو ايالتو سره د وسلو يو شمېر تړونونه لري، چې له ځمکې څخه ځمکې ته د لېرې واټن وېشتونکي توغندي هم په کې شامل دي. د دغه پوځي او سیاسي همکاريو له امله پولنډ د امريکا او نورې لوېدېځې نړۍ په لمسون هڅه کوي، چې د دويمې نړيولې جګړې تصوير خپل ولس ته په پوره برعکس او سرچيه ډول سره وښيي. له دې کړنو د پولنډ حکومت يو هڅه د امريکا سره د اړيکو لا ښه کېدل او بله هڅه يې دا ده چې واکمن حکومت او نورې سياسي ډلې د پولنډ په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې له دې لارو او پورته تبلیغاتو واک ته د رسېدو هڅه کوي او د خپل ولس فکر په يوې بل لوري رهي کوي.
 
په پايله کې ويلی شو، چې د دويمې نړيوالې جګړې د پيل اتيايمې کليزې مراسمو ته، چې په پولنډ کې نېول کيږي د مسکو نه بلنه او د د يادې جګړې د حقيقتونو برعکس کونه، د امريکا او نورې لوېدېځې نړۍ په غوښتنه د روسيې پر وړاندې د پولنډ هڅه ده چې د ولس او په لويه کې د نړۍ د وګړو فکر بدل کړي. خو حقيقت دا دی، چې دويمه نړيواله جګړه د نړۍ په داسې پيړۍ کې پېښه شوه چې تاريخ يې شيبه – شيبه لېکلې ده او نوي نسلونو ته يې د عبرت درس په پار پرېښوده.