د ترکیې ولسمشر ( اردوغان ) روسیې ته لاړ

روهي( درې نۍ/۵ د سلواغې )، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یو یو ورځني سفر په ترڅ کې نن سهار روسیې ته لاړ.
 

ولسمشر اردوغان به په روسیه کې د روسي مشرانو سره په ځانګړې توګه د سوریې او لیبیا په پرمختګونو خبرې وکړي.
 

د ولسمشر اردوغان سره پدې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار، د علم ، صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی وارانق، د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق هم شتون لري.
 

ولسمشر اردوغان به روسیې د خپل سفر په ترڅ کې د خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړي. دواړه مشران به پدې لیدنه کې په ځانګړې توګه د سوریې په وروستیو پرمختګونو ، سیمه ایزو او دوه اړخیزو اړیکو خبري وکړي. همداشان ولسمشر اردوغان به د ماسک ۲۰۱۹ د هوايي او فضايي چارو د نړۍ وال نندارتون د پرانیستو په مراسمو کې هم ګډون وکړي.