د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل غړی (ډاکټر عبدالحی وزیر) له خپل کوره اوچت کړی دی

 
 
 
پښتون ژغورنې غورځنګ ځینو غړو هغه وېډیو په خواله رسنیو کې شریکه کړې ده چې په کې لیدل کېږي چې څو کسان په ساده لباس کې ډاکټر عبدالحی وزیر د خپل کور څخه له ځان سره وباسي.
 

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي چې دا کسان چې په ساده لباس کې عبدالحی وزیر له خپل کور څخه له ځان سره وړي، د پاکستان پوځیان دي ځکه دوي وایي چې عبدالحی وزیر ته په وار وار د پاکستان د پوځ له لورې اختارونه ورکول کېدل.
 
ډاکټر عبدالحی وزیر د پېښور په حیات آباد سیمه کې اوسېده او دغه وېډیو د هغه د کور د کمرو څخه لاسته راغلې ده.