ټوېټر: د هند هغه غوښتنه رد کړه چې د پاکستان ولسمشر اکاونټ وتړي   

روهي( دوه نۍ/۴ د سلواغې )، د ټوېټر ادارې د هندوستان هېواد هغه غوښتنه رد کړه چې په کې غوښتنه شوې وه چې د پاکستان هېواد د ولسمشر ( عارف علوی ) د ټوېټر اکاونټ وربند کړي خو ټوېټر ادارې یې دا غوښتنه نه ده منلې.
 
 
د پاکستاني رسنیو له قوله چې عارف علوي به د کشمیر په اړه زیات ټویټونه کول او هند هېواد به یې د کشمیر په مسله کې ملامت ګاڼه نو د همدې په خاطر هندي چارواکو د عارف علوي د اکاونټ د تړلو غوښتنه کړې وه.
 
 
د یادولو وړ ده چې هندي چارواکو بیا تردې دمه د پاکستاني رسنیو د دغه خبر په اړه څه نه دي ویلي.