
په ۲۰۱۹ کال د روسيې پنځه سترې او غښتلې وسلې
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
روسيه په سړې جګړې کې له ماتې وروسته يو ځل بيا په پوځي، اقتصادي او سياسي برخه کې د وړاندې تګ او په پښو درېدلو هڅې پيل کړې. په ځانګړي ډول د ولسمشر ولادميير پوتين په مشرۍ په وروستيو کالونو کې روسيې د زبرځواک د جوړېدو په موخه د امريکا پر وړاندې ډګر ته را وتې ده. په ۲۰۱۹ز کال کې روسيه پنځه ډول پرمختللې وسلې لري چې ښايي امريکا او چين به ورته لاس رسی ونه لري.
۱- MIG-1 جنګي جېټ الوتکه: دغه الوتکه Cutting-edge يا د نوې پرمختللې ټېکنالوژۍ الوتکه ده چې په دې وروستيو کالونو کې د روسيې د پوځي ځواک په لاس کې ورکړل شوې ده. دغه الوتکه Hypersonic ده مانا دا چې د لېرې واټن لرونکې وېشتونکي توغندي لري چې سرعت يې د انسان د غږ له سرعت پنځه ځلې ډېر دی. دغه الوتکه کولی شي په سختو جګړو کې برخه واخلي او لېرې واټن وېشتونکو توغندي لا سرعت ورکړي.
۲- BMPT-72 ټانک: تمه ده چې تر ۲۰۲۰ز کال پوري به د نوې ټېکنالوژۍ ټانک د روسيي پوځ په لاس کې ورکړل شي. دغه ټانک په خپله د مسکو د وسلو د کمپنۍ له خوا جوړيږي. د جګړې په ډګر کې دغه ټانک د نورو ټانکو او جګړيزو وسايلو د ويجاړېدو وړتيا لري.
۳- Su-57 جنګي جېټ الوتکه: په تېر کې دغه الوتکه د T-50 په نوم پېژندل کېدله خو نوې بڼه يې Su-57 په نوم ونومول شوه. د دغه الوتکې منځنۍ بيه ۵۰ مېلېونه امريکايي ډالر ښوودل کيږي.
۴- اِس ۵۰۰ د توغنديو سېسټم: دغه سېسټم د اِس ۴۰۰ سېسټم ځای ناستی دی. اِس ۵۰۰ دفاعي سېسټم دی چې د لېرې واټن وېشتونکي توغندې پېژني او په هوا کې يې له منځه وړي. ترکيه لومړی هېواد دی چې له روسيې د ياد دفاعي سېسټم د رانېونې غوښتنه لري. اِس ۵۰۰ په يو وخت کې څو ټارګېټونه په نښه کولی شي. له سېسټم به ګټه اخېستنه په ۲۰۲۰ کال کې شروع شي.
۵- Newset International Ballistic Missile Smart: دغه توغندي د قوي او غښتلو او اټومي سرګولولو د لېږد وړتيا لري. د دغه راکېټ لومړۍ برخه يا Liftoff دوه سوه ټنه وزن لري او تر ۱۱۰۰۰ کليومټره واټن د واېشتلو وړتيا لري.