روهي( دوه نۍ/۴ د سلواغې )، د پاکستان یو لوړ پوړی چارواکی ( نفیس صدیقي ) ویلي دي چې پاکستان همدا اوس له جدي ستونزو سره مخ دی ، هغه د پاکستان ستونزې جنګ، د ګاونډیو هېوادونو سره خرابې اړیکې او د اوبو ډېر کمښت یاد کړی دی.
هغه ویلي د هیواد ډېری نفوس د څښاک پاکې اوبه نلري. د کرنې او صنعت لپاره د اوبو غوښتنه په دوامداره توګه ډیریږي مګر موږ په دوامداره توګه د اوبو له کمښت سره مخ کېږو. بله دا چې د پاکستان کمزوری اقتصاد ، خراب سیاست او د ګاونډیو سره ترینګلې اړیکې د پاکستان له جدي ستونزو څخه دي.
نفیس صدیقي همدا ډول ویلي دي پاکستان د اوبو سرچینې لري مګر د هغوي لپاره پلان نلري. په ځانګړې توګه ، د اوبو ذخیره کولو لپاره هیڅ پلان نه لري خو د اوبو د کمښت د مخ نیوي لپاره د ټولو څخه ښه لار اوبو ذخیره کېدل دي.
هغه زیاته کړې ده چې په چین کې ۸۰۰۰۰ زره د اوبو بندونه، متخده ایالاتو کې ۹۲۰۰ بندونه او همدا ډول په هندوستان کې ۳۲۰۰ بندونه شتون لري خو هغوي بیا هم هڅه کوي چې نور بندونه هم جوړ کړي.
وروستي