
روهی( یوه نۍ/۳ د سلواغې)، په پاکستان کې د پیپلز ګوند مشر ( بلاول بهټو ) ویلي دي چې د پاکستان حکومت چې عمران خان یې مشري کوي د کشمیریانو د حقونو څخه دفاع نه شي کولی.
بلاول بهټو همدا ډول ویلي دي چې که د کشمیر د دفاع لپاره جنګ شروع شي نو دا او د ګوند غړي به د کشمیریانو د حقونو څخه دفاع وکړي.
بلاول بهټو زیاته کړې ده چې عمران خان چې په پاکستان کې انساني حقونو ته هيڅ ډول ارزښت نه ورکوي نو څنګه بیا کولی شي چې په کشمیر کې د انساني حقونو څخه دفاع وکړي.