
روهي (نۍ/۲ د سلواغې)، د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري د ملګرو ملتونو د يونيسف له ادارې غوښتي دي چې هندۍ لوبغاړې پریانکا چوپړا دې د يونيسف د ښه نيت سفارت له دندې اېسته کړي.
د پاکستان حکومت وايي چې د کشمير په مسال کې د پریانکا چوپړا دننه کېدنه هغه څه دي چې د نوموړي د ښه نيت سفيرې دندې يې تر سوال لاندې راوستې ده.
د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري ويلي دي چې له جګړې ملاتړ او د کشمير په مساله کې د هند پلوی هغه څه دي چې د اغلې چوپړا دندې يې د خندا و ګرځولې ده.
پریانکا چوپړا له تېرو نېږدې څلورو کالونو په يونيسف کې د ښه نيت سفيره ده. نوموړې په يو ټوېټ کې د کشمير په موضوع کې د هندوستان او هندي ځواکونو ملاتړ کړی وو چې د پاکستان غوسه يې راپورته کړه.