نرېندرا مودي متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته به د خلیج ملت ترټولو لوړه ملکي جایزه به ترلاسه کړي

روهي( نۍ/۲ د سلواغې )، لومړی وزیر مودي به د دغه سفر په لړ کې د ابوظبي له شهزاده شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره د دوه اړخیزو ، سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي او په رسمي ډول به هلته ناستې ولري.
 

لومړی وزیر نریندرا مودي پرون ورځ متحده اماراتو ته ورسید ، چیرې چې هغه به د خلیج ملت له عالي رهبرۍ سره په دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسلو خبرې وکړي. لومړي وزیر مودي فرانسې ، متحده اماراتو او بحرین ته د خپل درې هیوادونو سفر په دویمه مرحله کې د پاریس څخه د متحده اماراتو پلازمینې ابوظبۍ ته ورسید.
 

د لیدنو په جریان کې ، لومړي وزیر مودي به د ابو ظهبۍ له شهزاده شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره د دوه اړخیزو ، سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په هکله خبرې وکړي او همدا ډول به د نغدي پیسو لیږد شبکې په بهیر کې د پراختیا لپاره د روپي کارت هم په لاره واچوي.
 
 
د ابوظهبي څخه ، لومړي وزیر مودي به بحرین ته سفر کوي چیرې چې هغه به د پاچا شیخ حمد بن عیسی ال خلیفه سره خبرې وکړي.
 

بحرین ته د لومړي وزیر مودي سفر د پام وړ دی ځکه چې دا به دې هیواد ته د هند د لومړي وزیر لومړی سفر وي.