
روهي( نۍ/۲ د سلواغۍ)، اندونیزیا کې په یوې مساپروړونکې کښتۍ کې د اورلګیدنې له امله ۲۳ تنه لا درکه شوي دي.
پيښه د اندونیزیا د جاوا په ټاپو کې د ماسلامبو سواحلو کې رامنځته شوې ده.
د اندونیزیا د رسنیو د مالوماتو له مخې دا کښتۍ د ختیځ جاوا ایالت اړوند سورابایا د ښار اړوند بورنیو د ټاپو نه د کالیمانتان سیمې ته روانه وه چې د نامعلوم لامل له امله کې د ماسلامبو په سواحو کې اورلګیدنه رامنځته شوه.
پدې لویې کښتۍ کې د مساپرو سربیره یو زیات شمیر موټرې هم بار وې.
په کښتۍ کې د خپل پرسونل په ګډون جمعآ ۱۶۲ تنو شتون درلود چې ۱۳۹ تنه ژغورل شوي دي او ۲۳ تنه لا درکه دي.
د لا درکه کسانو د موندولو په خاطر د پلټنې عملیات پیل شوي دي.