
روهي (جمعه/۱ د سلواغې)، برازيل کې د امازون ځنګلو د يوې برخې اور اخېستنې نړيوال اړخ خپل کړی دی. فرانسه ويلي چې دغه موضوع بايد د نړۍ اوو سترو هېوادونو بحث ته وړاندې شي.
برازيل بيا وايي چې د برازيل په نشتون کې د امازون ځنګلونو په اړه د اوو سترو هېوادونو بحث د فرانسې سياسي ګته اخېستنه ده.
د امازون ځنګلونو د نړۍ ستره برخه نېولې ده او د هوا د تودخي د کمښت ستره سرچينه شمېرل کيږي.