
روهي (جمعه/۱ د سلواغې)، د ترورېستانو د تمویلوونکو هېوادونو د څارنې سازمان يا FATF د اسيا پېسېفېک ډلې له خوا پاکستان له خړ لېسټ څخه تور لېسټ ته پورته شوی دی. ياد سازمان له دې وړاندې پاکستان په خړ لېست کې شامل کړی وو.
دغه سازمان پاکستان ته خبرداری ورکړی وو چې که چېرې د ترهګرو ډلو سره د مالي سرچينو د مخنيوي په برخه کې جدي اقدامات ونه کړي نو په تور لېست کې به شامل شي.
پاکستان تورن دی چې په خپل هېواد، افغانستان او کشمير کې ځيني وسله والې ډلې حمايه کوي او پر وړاندې يې جدي مبارزه نه کوي.
بيا له بلې خوا يو شمېر پاکستاني رسنيو ليکلي دي چې د FATF اسيا - پېسېفېک له خوا داسې کوم اقدام نه دی تر سره شوی او ورته چارې د هندوستان د رسنيو او مطبوعاتو پروپاګندا ده.