عمران خان هندوستان ته په غوسه شوی دی

روهي (پنځه نۍ/۳۱ د زمري)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي چې دوی نور نه غواړي چې له خپل ګاونډ هندوستان سره شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، ځکه چې ګټه او پايله نه لري.

خان ويلي چې له هندوستان سره د دوی خبرې پايله نه ورکوي او له دې وروسته به د خبرو له لارې د ستونزو د حل په لټه کې نه شي، خو نوموړي د جګړې او يا پوځي حل په اړه هم څه نه دي ويلي.

عمران خان په کشمير کې د هندوستان د وروستي اقدام په اړه اندېښنه ښوودلې ده او ويلي دي چې هلته تر اته سوه زره کسان ژوند کوي چې ټول وژنه يې کيږي.

د هندوستان او پاکستان ترمنځ اړيکې وروسته له هغې يو ځل بيا سره ترېنګلې شوې چې نوي ډيلي د اساسي قانون د ۳۷۰ مادې په لغوه کولو؛ کشمير ته ورکړل شوي ځانګړي امتيازونه لغوه کړل.