
روهي (پنځه نۍ/۳۱ د زمري)، په يمن کې حوثي وسله والو د امريکا يیوه بې پېلوټه الوتکه غورځولې ده. ويل کيږي چې د امريکا دغه بې پېلوټه الوتکه تهاجمي وه.
ځيني امريکايي سرچيینو رويټرز ته د پېښې پخلی کړی دی خو نورو ويلي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دي. حوثي جنګياليو هم ويلي دي چې د امريکا بې پېلوټه الوتکه يې د يمن پلازمېنې ته نېږدې رانسکوره کړې ده.
امريکايي چارواکو هم وړاندې او هم اوس د دوی د يوې بې پېلوټکې الوتکې د غورځېدو په اړه ايران تورن کړی دی چې د حوثي ياغيانو ملاتړ کوي.