دکاکړیو ( غاړو)  هنریت

فلکلور  دټولنېزو حالاتو او پدیدو په وړاندې د نالوستوکسانو ادبي، ذوقي او ذهني نبوغ دی چې په ګړني ډول له یوه نسله بل ته انتقال مومي، ګورګي دشوروي لیکوالو د لومړي کانګریس په ناسته کې وویل: ((زه بیا ستاسو پام دغه ټکي ته راګرځوم، چې فلکلور دخلکو دژبې محصول دی او دوی له دغې لارې ډېر پیاوړي قهرمانان په هنري لحاظ ډېر کامل تیپونه بلل کیږي ، خلق کړي دي.)) 
 ( ۱ : ۱۳)
 
 همدې ته په پام  پښتو فلکلوري ادبیات په منظومو او منثوروخواوو کې  خورا بډایې زېرمې لري دلته غواړو دهغو له جملې څخه دکاکړیو په هنري اړخ خبرې وکړو.
 
کاکړۍ
کاکړۍ ( غاړې ) دپښتو شفاهي ادبیاتو منظوم ژانر دی، چې خوله په خوله یې دانتقال لړۍ تر ننه روانه او لاپسې  دوام لري ، مشخص ویونکی نه لري، خود راټوکیدو او ویلو سیمه یې مشخصه ده. پروفیسور سیال کاکړ دکاکړۍ دځای ځایکي په باب لیکي: (( دا یوځلانده حقیقت دی، چې غاړې لومړی وار په کاکړستان کې شروع شوې دي او رښتیا دکاکړستان اصلي زړه هم ( ږوب ) دی، نو څرګنده ده، چې په ابتدا کې دغاړو ازانګې د ږوب دافتخارې ناوې پورته سوې دي او بیا وروسته دغه په زړه پورې شعري ډول دپښتنو په نورو سیمو کې معرفي سوی دی  . رښتیا خبره هم داده ، چې غاړې دکاکړو پښتنو یوه قیمتي او پرازښتانکه پانګه ده .))   ( ۳ : ۳۱ ) 
 
د کاکړ خبرو ته په پام  په زیاتو غاړو کې د ژوب او هغه سیمو نوم زیات اوریدل کیږي، چې دکاکړو سیمې دي، دبېلګې په ډول: 
زه پر ژوب نازک پر کوټه  = سره دې ســــــي د دنیا ګــــــــټه  
  (۵ : ۹۰)
کاکړۍ غاړې کـــــــــــــومـــــه =   دیار غـــــم غلطــــــومـــــــــــــــــــه  
     (۵ : ۸۸)
سپینه خوله سترګې یې سرې =  نــــرۍ دژوب دعــــــــلاقــــې 
(۵ : ۷۰ ) 
کډې ځي نری باران دی  = په هلمند کې مــــــې جانـــــان دی  
( ۵ : ۸۹ )
زما دژوب مزل په خوا دی  = نرۍ ښکل مې کړه وار ستا دی 
 (۵ : ۵۹ )
زه په ژوب سره په پښین کې =  حال به څوک راته معلوم کړي   
(۵ : ۵۴ ) 
معلومه شوه، چې کاکړۍ  په جنوب غربي حوزه ( ژوب ، پښين ، کوټه ، کندهار، هلمند ) او دې ته ورڅېرمه سیمو کې ویل شوي، همدا علت دی، چې ښاغلي استاد داکتر لعل پاچا ازمون د( نظم پوهنې ) په اثرکې د خاصو ولسي نظمونوپه ډله  کې راوړي په اړه یې لیکي: (( غاړې دکاکړیوغاړو په نوم هم ثبت شوي دي، دغه سندرې اویانظمونه دپښتنې لویې قبېلې کاکړو دسیمې زېږنده ده، ځکه موږ هم په خاصه برخه کې وګڼلې. ))       (  ۱ : ۲۵۱ ) 
ښاغلی ازمون دکاکړیودجوړښت غوره ځانګړنې د( پښتو نظم پوهنې ) اثر په (۲۵۱ــ ۲۵۴  ) مخ کې داسې په ګوته کوي:
 

  • دجوړښت له مخې دمقیدو سروکیو په څېر دي . 
  • غاړې دڅپېز جوړښت له مخې مقیدې شوې ، دمثنوي په څېر دي . 
  • غاړې په ترنم او موسیقۍ کې رامنځ ته شوي ، دمسریز جوړښت له مخې زیاتره دوه مسرییزې دي، اوه او اته ، اته او اته سېلابه لري.
  • دردیف او قافیوي اړخه څلور ډولونه لري ۱ ـ ازادې غاړې ۲ ـ قافیه والې غاړې. ۳ ــ قافیه والې او ردیف والې. ۴ ـ ردیفوالې غاړې.
 
کاکړۍ په بیلابیلو نومونو نومول شوي میراحمد ګوربز یې په اړه لیکي: ((کاکړۍ په بیلا بیلو سیمو کې ډول ډول نومونه لري لکه: کاکړۍ غاړې ، کاکړۍ لنډۍ ، غاړې او دشین خالو نعرې، خو په خپله د ږوب خلک غاړې او کاکړۍ ورته وایي اوپه یوه غاړه کې یادونه داسې راغلې: 
 
پریږدئ پریږدئ کاکړۍ = اواز مې ټپ ودریدئ  
 
( ۴ : ۱۳۵)
کاکړۍ غاړې دمضمون او منځپانګې له اړخه بیلابیل ډولونه لري لکه ( عشقي، دیني، حماسي، اجتماعي، سیاسي ، تاریخي او دټوکو ټکالوغاړې ) دلته غواړم یوازې دهغو  کاکړیو په هنري خوا بحث وکړم ، چې دمینو له خولو راوتي. 
راخبر نه ســي بېلتون =  په بسم الله اخلم ستا نوم
 (۵ :  ۵۲ )
په پورته کاکړۍ کې کومه مصنوعي ښکلا نه ده موجوده، یوازې د هغه حالت ښه انځور په کې ایستل شوی، چې جانان په کې یادیږي، زموږ له دیني ارزښتونو له مخې په بسم الله سره دیوه کار پیل دتبرک او ګټې خالي نه وي، دلته ویونکی دبېلتون له ویرې دخپل محبوب نوم په بسم الله اخلي او یو قسم ایهام هم په کې پروت دی، چې په لومړي ځل دویونکي ذهن دبېلتون په نوم کس ته ور اوړي وروسته له څه فکره بېلتون دجدایۍ په مفهوم اخلي  دبېلتون نه راخبریدل دځان ګټه بولي، دیني ارزښتونو سره یوځای دمحبوب یاد د کاکړیو خوند لا پسې زیات کړی، ځکه له یوه اړخه د دیني او مذهبي مسایلو درناوی په کې پروت دی، له بل اړخه په محتاطانه ډول خپلو ارزښتونو په پام په کې مینه پالل شوې ، یوڅو بېلګې یې په لاندې ډول دي:
ګران ته نه ورځم نژدې =  ســـــــــتا احترام کوم روژې
(۵ : ۹۲ ) 
سپینه لږ صبر کـــــــــــــوه  = زیـــــاتــــــــــه وتلې ده روژه
(۵ :  ۷۷ )
بیا بې ورکړو صدقه  = په دېد به یې ماته کړو روژه
(۵ : ۶  )
زما په زړه لمبې دګران دی =  ملایان وایي پېریان دي
(۵ :  ۵۸ )
دشب قدر په شان سوې  = په کال کې یــــو وارې راځې
(۵ :  ۴۵ )
خوله به درکړم سرسایه  = ګرانـــــــه که تیره ســـــوه روژه
 
 تشخیص (شخصیت ورکونه) 
دسړک ډبرې خاندي
دنرۍ تر قدم لاندي
(۵ :  ۴۱ )
پورته کاکړۍ کې دمینې دشدت له اړخه تیږو خندلي ، شخصیت ورکړی شوی  عاشق وایي چې ، تېږې دمحبوبې دپښو لاندې دومره دخوښۍ اظهار کوي، پرما به څه حال وي ، دلته دمحبوبې سره دمینې دشدت اندازه په غیرعادي والي او تشخیص سره کچ مېچ شوې او هنریت یې زېږولی.
یا:
ږغ په ورو خندا په سپکه  = دېوال غوږ لري نازکـــــــه
(۵ :  ۶۵ )
پورته غاړه له یوې خوا دا ولسي اصطلاح چې ( دیوال خبرې کوي. ) تفسیروي له بل اړخه، دیوال ته غوږ ورکول دشخصیت ورکونې دپاره یوه هڅه ده.
 
معنوي تناسب
لږ خو وخانده میده
زړګی مې غم نیولی ده
(۵ :  ۳۳ )
پورته وینو چې دکلمو ترمنځ ټینګ معنوي تناسب موجود دی،غم په خوښۍ لرې کیږي  دغم او خندا ترمنځ که څه هم تضاد موجود دی، خو دلته مخاطب ته ویل شوي ، چې زما دغم دلرې کولو لپاره وخانده، بل داچې د( غم ) دکلمې سره د(میده) کلمه ښه پیوند شوې، دغم په حالت کې په زوره خندل ښه نه لګي، میده خندل په هیڅ وخت کې دسړي بدنه ایسي ،نو متکلم دخپل غم دلرې کولو دپاره دمخاطب نه یوه میده خوله خندا غوښتې چې وینایې خوږه کړې.
یا: 
ډېر به نه سره کښېنو  = دواړه دزړه رنځوران یو
(۵ :  ۵۰ )
پورته وینو چې په دواړو مسرو کې معنوي تناسب موجود دی ،  دوه رنځوران یوبل ته په ښمر نه ورځي، دا حالت نورهم درنځورانو درد ډېروي، خو په باطن کې دواړه مینان له دې حالت څخه خوند وړي او داغاړه یې له خولې وځي.
په محسوساتو باندې دمعنویاتوتفسیرول
دلته راسي ټول کړي زړونه
درنجو کښېږدي خالونه
(۵ : ۴۶)
یا: 
سپینه خوله ګوتمۍ دسرو =  لیونۍ لو کوي دزړو
(۵:  ۷۰)
پورته کاکړیو کې وینو چې له محسوساتو څخه معنویاتو ته کوچ شوی، دظاهر او باطن ترمنځ یوښه امتزاج وینو( ټولول ) او ( لو کول )   دلاسونو په وسیله کیږي چې یوه حسي کړنه ده خو دلته مراد ترې دزړونو وړل دي چې دا معنوي او قلبي تمایلات دي، دظاهراو باطني تړاو دپاره یې دخالونو اېښولو، طلایي ګوتې او سپینې خولې لرلو ښه فرضیه وړاندې کړې.
 
عاطفه
غــــــېږه ورکړمــــــــــه وچاته
مور په ژوند سوه له ماپاته 
(۵ :  ۸۷ )
پورته کاکړۍ ځکه خوند کوي، چې عاطفي خواږه لري، د مور او زوی ترمنځ مینه تفسیروي. ځکه دیوې فرضیې له وړاندې کولو وروسته چې مور یې له لاسه ورکړې  دا خبر پرچا بده نه لګي، چې ( غېږه ورکړمه وچاته ) ، ځینې نورې بېلګې یې په لاندې ډول دي:
سترګې مه ورتوروئ  = پردي زامن پرې ژوبـــــــــــلــــــــــوئ
(۵ :  ۷۷ )
ستا لمبې تر اور تودې = په اوښکو هم نه ســـــــړېــــــــــــــــــدې
(۵ : ۷۲  )
سترګې تورې کړي بیا راسي = موږ خواران له کاره باســـــــي
(۵ :  ۶ ۶ )
زه ورځـــــــــم کېښنمـــــــــــــــه نـــــه  = تر نازک باســــمــــــه لېـــــمه
(۵ :  ۶۲ )
اور دې واخلــــي غــــمازان  = دیـــد په کلـــــــو سو دجانــــــان
 (۵ :  ۴ )
اور به نــــــه اخلـــــي کــوڅـــــه = نازک دې راســـــي په ښـــــکاره
(۵ :  ۵ )
دنرۍ په سپینه خولـــــــــه = نـــــه وړي دوزخ تــــــه پښتانـــــــــــه
(۵ :  ۴۹ )
زړه مې یو دی چې تا وړی =   بل نو خدای نــــــــــــه دی راکړئ
(۵ :  ۵۴ )
سپوږمۍ ستا د خوا راخېژي = سلام ورکــــــــــه را رسیـــــــــږي 
(۲ :  ۱۴۵ ) 
 
تشبه او استعاره 
دماخۍ تر ګل ښایسته
نن یـــې لحدته کړه شېوه
(۵ :  ۴۶ )
دغنم تر ناړۍ سپینې  = کشوې درګو وینې
(۵ :  ۴۷ )
سپینه خوله په اوږو پلنه =  چېرې ځي دچنار ونـــــــــــه
(۵ :  ۶۵ ) 
په پورته  دوولومړیو کاکړیو کې  تفضیلي تشبه موجوده ده، چې محبوبه ( مشبه ) دماخۍ ګل ( مشبه به )، ښایست یې وجه شبه ده .  محبوبه ( مشبه ) دغنم ناړۍ ( مشبه به )،سپین والی یې وجه شبه ، عاشق دخپلې محبوبا په ویراو جمال کې دا نارې له خولې اېستلي یوازې دتشبه یوه خوا ذکر شوې، چې مراد ترې خپله محبوبه ده. په دریمه کې استعاره موجوده ده چې دچنار ونه د محبوبې دپاره استعاره شوې او لوړوالی یې قرینه ده.
دتفضیلي تشبه بله بېلګه عبارت ده له : 
را ویران دې کړئ زما زړه = تر واوره سپینه ده ستا خوله 
(۵ : ۵۲ )
دتشبه نور مثالونه هم شته  : 
ستا چارګل پرې پرې  = نرۍ ځوانان په پرې کوې
(۵ :  ۶۵ )
پورته وینو چې  چارګل ښکلا ته اشاره ده ، چې پرې یې دچاړو سره تشبه کړي ، چې ( پرې ) مشبه او ( چړې ) مشبه به ، مشبه ذکر شوي او مشبه به نه ده ذکر شوې استعاره یې زېږولې  شکلي جوړښت د دواړو ترمنځ قرینه ده . دا ټول حالتونه دزړه بایللو دپاره په کار لګیا دي ښکلا یې زېږولې. 
په چړو مــــــې زړه وهــــــي =  پیکی چې خور کړي پر تندي
(۵ :  ۹ )
پورته غاړه کې بې له اداتو عالي تشبه جوړه شوې چې د پیکی او دهغې څوکې مشبه جړې مشبه به  ، اوږدوالی او نرۍ والی د دواړو ترمنځ وجه شبه ده. 
زما او ستا ترمنځ پټو دی =   ژړو غـــر دتــــکتــــو دی 
(۵ :  ۵۵ )
د دودیزې آرپوهې له انده تکتو په سویلي پښتونخواکې د  کوټې ښار شاوخوا دیوه غره نوم دی، ویل کیږي چې دغه غره یا دره کې کور ؤ، یوه ناوې ورته راواده شوې، دغه غره زیات سیوری کړی ؤ، دلمر وړانګې دغه کور ته نه راټيټېدې، ناوکۍ دزیاتې یخنۍ په وجه دغه غره ته وویل چې ( تیکه تو) یعنې بېهوده ولاړه غره په تادې لعنت وي، له دې وروسته په دې نوم ونومول شو، نو له پورته کاکړۍ ښکاري ، چې دمحبوبې او محبوب ترمنځ دتکتوغرواقع دی، چې د دوی ترمنځ یې دیدن ګران شوی، چې دتکتوغر یې دپټو سره تشبه کړی، نه لیدل یې وجه شبه ده.
دزړه والونه پرې کوې  = په تور اطلس پټې کعبې
(۵ : ۴۴ )
دخاټـــــــول تر ګل پستې = ته بــــه دچا په نصیب سي
(۵  : ۳۹ )
 
پایله : 
شفاهي او ولسي ادبیات دي، چې دیوه قوم لوړې او ژورې په مستقیم او غیر مستقیم ډول انځوروي، دهغو له ډلې څخه  یوه هم په پښتو منظومو فلکلوري ادبیاتوکې کاکړۍ ده، چې دکاکړو پښتنوټولنیز حالتونه یې له هنري کیف سره وړاندې کړي، دلته موږ یوازې په عشقي کاکړیواو دهغې په هنري خواوو بحث وکړو، په ټوله کې ویلای شو، چې دولسي ادبیاتو دغه فورم دخوند او پند خواږه لري ، موزیکالتوب او آهنګوالي لا پسې هنري کړي. 
 
اخځلیکونه : 
۱ ــ   ازمون ، پوهنوال لعل پاچا ، ۱۳۹۷ ل ،  پښتو نظم پوهنه: علومو اکاډمي او دکابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی ، ختیځ خپرندویه ټولنه ، جلال اباد .
۲  ــ   رفیع ، څېړنوال حبیب الله ، ۱۳۹۶ل فلکلور دعلم مور: امان کتاب خپرولو مؤسسه.
۳ ــ   کاکړ ، سیال ، ولي محمد،۱۳۶۹ ل ،  غاړې کاکړۍ، لنډۍ :دکویټې چاپ.
 ۴ ــ  ګوربز، میراحمد ، ۱۳۹۰ل ، په پښتني فلکور کې ټولنیز ارزښتونه : دافغانستان دعلومو اکاډمي.
۵  ــ محمد امین ، ۱۳۹۲ ل ، کاکړۍ غاړې ، انتخاب او ټولونه : عمر عاصم نشراتي مرکز ، کندهار .