
روهي( څلورنۍ/۳۰ د زمري )، د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ( حسن علي ) د یوې هندۍ پېغلې ( سامعہ آرزو ) سره واده وکړ.
د دواړو د واده مراسم په دوبۍ کې په یو هوټل کې ترسره شول چې د دواړو خپلوانو او دوستانو په کې ګډون کړی و. د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي شاداب خان هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.
دا وخت سامعه ارزو په هند کې اوسېږي نو مالومه به شي چې دوي دواړه چېرته خپل ژوند شېبې تېروي.