غزل

زړه یـــــي پــه تـــــا پسې له کاره وتی
هــــــغه ســــــړی لــــه دې بازاره وتی

له هغه وختــــه ښــکلی نـه ښکارېـږي
چــــې د ملګــــــــــرو لــــــه کتـاره وتی

معــــــــــــالجه یي دلتــــــه نه کيږي نو
معــــــــــــالجې تـــــــه له دې ښاره وتی

زمـــــــــوږ د کـــــــلي د چینار مرغه هم
ګمان مـي کيــــــــــږي لــــــه چيناره وتی
 
د ژونـــــــــــد په کې بـــــــې غمه نه ســو
نه دی نــــــــــــشه نـــــــــه له خماره وتی

څوک چې په ژوند کې مینه ناک انسان وي
زړه یــــــــــــــــــــي تازه دی له غباره وتی

نـــــــــــــــــور به دا کار وسپاري تاته یـاره
دانش تـــــــــــــــــازه له درانده باره وتی