داکټر ذاکر نايک بښنه غوښتي

روهي (درې نۍ/۲۹ د زمري)، د اسلامي نړۍ ستر ديني عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د ماليزيا له ولس څخه د خپلو وروستيو څرګندونو په اړه بښنه غوښتې ده. نوموړي دا بښنه وروسته له هغې غوښتې ده چې د ماليزيا د ولس په اړه يې څرګندونو غبرګونونه راپورته کړل.

نوموړي څه وخت وړاندې وويل چې په ماليزيا کې هندوان سل ځلې په هندوستان کې د مسلمانانو په پرتله ډېر حقوق لري. د نوموړي دغه څرګندونو غبرګونونه راپورته کړل.

د ماليزيا پوليسو ډاکټر ذاکر نايک د ده د وروستيو څرګندونو په اړه تر لسو ساعتونو په نظارت کې ساتلی وو.

ډاکټر ذاکر نايک په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د هغه ناسم پوهاوي په اړه بښنه غواړي چې د ده له خبرو د ماليزيا ولس اخېستی دی. ده ويلي دي چې موخه يې د ټولنې د کوم وګړي خپه کول نه وو.

نوموړي له تېرو درېيو کالونو راهيسې په ماليزيا کې اوسيږي. د ماليزيا د کابينې يو شمېر غړي په دې ټېنګار کوي چې بايد ډاکټر نايک له دغه هېواد واېستل شي.

د ماليزيا لومړي وزير ويلي دي چې ډاکټر ذاکر نايک کولی چې په عامو ځايونو کې د اسلام تبليغ وکړي خو دی بايد د ماليزيا نژادي سياست ته دننه نه شي.