
جمهوررئیس غني نن له غرمې مخکې په دارالامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وینا وکړه. په دې وینا کې یې عام ولس، وسله والو طالبانو، نړیوالې ټولنې، امنیتي او دفاعي ځواکونو ان د ډیورنډ پورې غاړې ولسونو ته هم پیغامونه لرل.
نوموړي د ډیورنډ پورې غاړې ولسونو ته په خطاب کې وویل: ” زه د ډيورنډ کرښې د هاغه غاړې ولسونه چې ډېر بشرپاله او سوله غوښتونکي انسانان دي، خو په عین زمان کې د جنګ او تروریزم قربانیان او یرغمل دي، په دوی غږ کوم!
په دوی غږ کوم چې، د هر میکانیزم له لارې چې دوی کولای شي په سیمه کې د تاوتریخوالي د تولید مرکزونه، ادرسونه او د روزنې مرکزونه په نښه کړي او ټولې نړۍ ته یې افشا کړي، ترڅو زمونږ له دغې برحقه داعېی ټوله نړۍ خبره شي.“
په تېرو نولسو کالو کې د ډیورنډ پورې غاړې پښتانه او هلته نور مېشت قبایلي قومونه نه یوازې د تروریستانو د وحشتونو او جنایتونو ښکار شوي او خپلې شتمنۍ، ژوند، کدرونه، هستۍ او د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي دي، بلکې د پنجاب او پاکستاني مقاماتو، فوج او سرکار له لاسه هم دوی تر پوزې رسېدلي دي، ځکه چې په لوی لاس د دوی په سیمو کې ترهګرۍ ته پټنځایونه ورکړل شول او بیا د دغو قومونو د ځورولو په موخه د ترهګرۍ ضد مبارزې او چاڼیزو عملیاتو په نوم هلته مېشت قومونو خلک وځورول شول، ووهل شول، تری تم شول، بندیان شول او لا هم هره ورځ د دغسې ظلمونو او جنایتونو ښکار وي.
د پاکستاني پوځ او مقاماتو د دغو وحشتونو او ظلمونو له امله هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ راوټوکېده او په لږ وخت کې یې په زرګونو او لکونو ملاتړي پیدا کړل. اعتراضونه او لاریونونه یې وکړل، د خپلو حقونو غوښتنه یې وکړه، خپل د مظلومیت غږ یې لوړ کړ، مګر پاکستاني مقاماتو نه یوازې د دوی د مظلومیت غږ وانه ورېده، بلکې د دوی د وېرولو او خاموشه کولو لپاره یې له تهدید او تشدد څخه کار واخیست او لا هم دغه لړۍ ادامه لري.
پاکستاني مقامات باید نړیوالې ټولنې ته دا ځواب ووایي چې د قبایلي پښتنو سیمې یې ولې په لوی لاس د ترهګروپه ولکه کې ورکړې او هلته یې د دوی د جلب او جذب ، روزنې او فعالیتونو مرکزونه ایجاد کړل، ځکه د وسله والو طالبانو او نورو تروریستي ډلو اکثره مشران او جنګیالي په دغو سیمو د پاکستاني جنرالانو له لوري روزل کېږي. د ولسمشر غني په وینا: ” تېرو کلونو کې د طالبانو او د مختلفو تروریستي ډلو اکثریت مشران د ډيورنډ کرښې په شرقي او جنوبي څنډو کې وژل شوي دي. دا زموږ ادعا ثابتوي چې د جنګ منشا او ځالې د ډیورنډ کرښې هاغه خواته دي. “
د ښاغلي غني دغه څرګندونې د دې لوی ثبوت دی چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی دی، هغوی ته یې پټنځایونه ورکړي، امکانات او روزنه ورکوي او بیا یې د تروریستي فعالیتونو لپاره افغانستان او کشمیر ته استوي.