منظور پشتین: د پاکستان پوځ هند ته هيڅ هم نه شي ویلی

روهي( یوه نۍ/۲۷ د زمري )، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پرون ورځ یوې لویې ولسي غونډې ته وینا کې وویل چې د پاکستان پوځ یواځې خپل ولس ځورولو او په ځانګړي ډول د پښتنو ځورولو ته تکړه دی خو د هندوستان پوځ ته بیا ورکتلی هم نه شي.
 
 
هغه په خپلو خبرو کې وویل چې یو ژورنالېست راڅخه پوښتنه وکړه چې د کشمیر د جنګ لپاره به څومره لښکر جوړ کړې ؟ پشتین وویل چې ژورالېست ته مې په ځواب کې وویل چې پښتانه ظالمان نه دي او پښتانه غواړي چې پنجابیان هم جنت ته لاړ شي.
 
 
منظور پشتین یو ځل بیا د پاکستان حکومت او په ځانګړي ډول او استخباراتو ته په خطاب کې وویل چې مونږ به د علي وزیر، محسن داوړ او نورو ملګرو په خلاصېدو نه کېنو او نه له چا وېره لرو مونږ به د ټولو حکومتي ادارو سره د ذرې ذرې حساب وکړو.
 
 
پاکستان پوځ دې دا فکر نه کوي چې مونږ خلک ( پښتانه ) ووژل او هر څه ختم شول پښتانه ۱۰۰ کاله وروسته هم چاته بدل نه پرېږدي او مونږ به د پوځ سره د ټولو پښتنو چې وژلي او یا یې ورک کړي دي حساب به کوو.
 

د زیاته کړه چې پاکستانی پوځ یواځې پښتنو ته تکړه دی چې په چېک پوسټ یې ودروي او ورته ووایي چې څوک یې؟ د کومه راغلې؟ او چېرته روان یې خو بیا د هند پوځ ته په ژبه هم څه نه شي ویلی.