د پاکستان لومړي وزیر ( عمران خان ) د هند لومړی وزیر په یو ټویټ کې فاشېست یاد کړی

روهي( یوه نۍ/۲۷ د زمري )، د پاکستان لومړي وزیر ( عمران خان ) د هندوستان لومړی وزیر ( نرېندرا مودي ) ته په یو ټویټ کې د فاشېست لقب کارولی او ویلي یې دي چې د هندوستان اټومي وسلې دا وخت د فاشېست نرېندرا مودي په لاس دي.
 

عمران خان ویلي دي چې دا وخت په کشمیر کې د ۹۰ لکه کشمیریانو ژوند له خنډونو سره مخ دی.
 
 
عمران خان د ملګرو ملتونو څخه غوتي چې کشمیر ته خپل څارونکي ډلې ولېږي تر څو د هغوي د حاله خبر شي. عمران خان زیاته کړې ده چې په هندوستان کې هم ۴۰ لکه مسلمانان د هندوانو د زور لاندې ژوند کوي.
 

بله خوا بیا په هند کې میشت مسلمانانو د عمران خان دا خبرې دروغ بللي او ویلي یې دي چې دوي ته هیڅ کوم رنګ تکلیف نشته.