شمالي کوریا د تیرو ۳ اوونیو په دننه کې د شپږم ځل لپاره توغندي وازمایل

روهي( نۍ/۲۵ د زمري )، سویلي کوریا ویلي دي چې شمالی کوریا د هېواد په مرکزي برخو کې دوه بالستیک توغندي ازمایلي دي. د سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا توغول شوي توغندي ۳۰ کیلومتره ارتفاع او ۲۳۰ کیلومتره واټن ته د رسیدو نه وروسته د جاپان او کوریا د ټاپو ترمنځه په ختیځ سمندر کې وغورځیدل.
 

سویلي کوریا ویلي دي چې د شمالي کوریا د توغندیو ازمایښت ددوې او امریکا لخوا د نږدې نه څارل کیږي او هر ډول حالاتو ته پوره چمتوالی لري.
 

د سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې د نوموړې پرمختګ په اړه ولسمشر مون جای ته پوره مالومات ورکړل شوي دي او د پیونګ یانګ حکومت ته په سیمه کې د هر ډول اقداماتو نه چې د تاوتریخوالي لامل ګرځي د ډډه کولو خبرداری ورکړ شوی دی.
 

د ویلو ده چې شمالي کوریا د جولای د ۲۵ مې نیټې نه راپدیخوا دا شپږم ځل دی چې توغندي ازمایي.
 

د بله پلوه د جاپان د دفاع وزارت ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا توغول شوي توغندي د جاپان اوبو او یا انحصاري اقتصادي سیمې ته ندي رارسیدلي.
 

همدا ډول د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس بیا ویلي دي چې شمالي کوریا د سویلي کوریا سره لیدنو کتنو او مذاکراتو لړۍ ودرلوله. شمالي کوریا ویلي دي چې د سویلي کوریا او امریکا سره د روانو ګډو تطبیقاتو نه وروسته د مذاکراتو پيلول کومه مانا او ګټه نلري.