بېړنی خبر: بلوچستان کوټې ښار کې په یوه مدرسه کې چاودنه شوې چې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده   

روهي( جمعه /۲۴ د زمري )، د بلوچستان کوټې ښار کې په یوه مدرسه کې چاودنه شوې ده چې تردې دمه ۳ کسان وژل شوي او ۱۶ نور بیا ژوبل شوي دي.
 
 

د دغې پېښې ژوبل شوي کسان نژدې روغتون ته رسول شوي او د کوټې په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی او سیمه اوس د پاکستاني ځواکونو په کنترول کې ده.
 
 
د سیمې څخه عیني شاهدان وایي چې د ځینو ژوبل شوو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.