پوره پنځه لسیزې وروسته نن دکشمیر په شخړه د ملګرو ملتونو دامنیت شورا ځانګړې غونډه کوي

روهي( جمعه/۲۴ د زمري )، د کشمیر په لانجمنه سیمه شخړې د ختمېدو لپاره دپاره دملګرو ملتونو دامنیت شورا تاریخي دمشورې غونډه نن ماښام کیږي چې پکې به امنیت شورا دایمي غړي هیوادونه ددې ستونزې په ټولو اړخونو بحث اؤ مشورې کوي.
 

په تیرو پنځوسو کلونو کې دا لومړی ځل چې دکشمیر په شخړه دهند اؤ پاکستان ترمینځ په پیدا شوي تاوتریخوالي دغور کولو دپاره په ځانګړي ډول دامنیت شورا ځانګړې غونډه جوړېږي.
 
تردې مخکې په کال ۱۹۷۱م کې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا په غونډه کې د کشمیر په شخړه خبرې اترې شوې وې.
 

خو اوس دهند لخوا دخپل واک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثیت ختمولو وروسته تېره اوونۍ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې شخړه دغور کولو په موخه ملګرو ملتونو ته دامنیت شورا دغونډې رابللو دپاره یو لیک استولی ؤ.
 

دپاکستان د ډان ورځپاڼې له مخې دامنیت شورا په پینځوؤ دائمي غړو کې یوازې چین دپاکستان ډاګیر ملاتړ کوي اؤ نور څلور غړي هیوادونه امریکا،برتانیه،فرانس اؤ روس په پاکستان اؤ هند ټینګار کوي چې دکشمیر ستونزه باید په دوه اړخیزه خبرو هواره کړي.
 

دملګرو ملتونو امنیت شورا د پینځوؤ دائمي غړو ترڅنګ ۱۰ غیر دائمي غړي هم لري چې‌ په هغې کې بیلجیم،کوټ ډي ائیور،ډومینیکن ري پلبک،استوائي ګني،جرمني، انډونیزیا،کویت ،پیرو،پولینډ اؤ جنوبي افریقه شامل دي.