
روهي( جمعه/۲۴ د زمري )، د ترلاسه شوو مالوماتو له مخې د روسیې په پلازمینه مسکو کې یوه مساپر وړونکې الوتکه د الوتنې نه لنډه موده وروسته په هوا کې د یوې ډلې مرغانو سره وجنګیده. د الوتکې پيلوټ د سترې فاجعې د مخنیوي په خاطر سمدلاسه د جوارو په یوه پټي کې بیړنۍ ناسته وکړه.
پدې پیښه کې د ۲۳ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. د ویلو ده چې د الوتکې پيلوټ چې د ډیرې سترې فاجعه مخه يي ونیوله په روسیه کې د قهرمان په توګه اعلان شوی دی.
ویل کیږي د اورال د هوايي شرکت اړوند ایربس ۳۲۱ ډوله الوتکه د مسکو نه د کریمیا د سیمفرپول ښار ته سفر کولو.
یاد شوي هوايي شرکت ویلي دي چې په الوتکه کې ۲۳۴ تنو مساپرو او د الوتکې کارکوونکو شتون درلود. د الوتکې په دواړو ماشینونو کې مرغان ننوتي دي.
الوتکه د الوتنې نه سمدلاسه وروسته بیړنۍ ناسته وکړه.