پاکستان او هندوستان په کشمیر کې یو بل ته پوځیان ووژل   

روهي( پنځه نۍ/۲۳ د زمري )، پاکستان او هندوستان نن ورځ د کشمیر په لانجمنه سیمه کې یو پر بل ډزې کړي دي چې په نتیجه کې د پاکستان د پوځ درې سرتيري وژل شوي دي.
 

همدا ډول د پاکستان د پوځ ویاند ( اصف غفور ) ویلي دي چې دوي ۵ هندي پوځیان هم وژلي دي.
 

ذکر شوي دواړه هېوادونه یو پر بل باندې د تل په شان د لومړی برید کولو پړه اچوي خو دا تردې دمه مالومه نه ده چې لومړی برید چا کړی دی.
 
هغه درې پاکستاني پوځیان چې په نني جنګ کې د هند له خوا وژل شوي دي تنویر، تیمور او رمضان نومېدل.