روهي( دوه نۍ/۲۱ د زمري )، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې ثنا اعجاز په خپل اختریز پېغام کې ویلي دي چې على وزير ،محسن داوړ، ارمان شهيد، بابړې شهيدان، اې پى اېس ماشومان، د کوټې وکيلان، د خړ قمر شهيدان، مشال خان او د لر او بر شهيدان او د پاکستان حکومت ظلم زمونږ هېر نه دي.
ثنا اعجاز زیاته کړې ده خو دا هم مهمه ده چې د بېلتون د پولې دواړه اړخه ته خوشحالي کمې دي او غمونه زيات دې نو وړې وړې خوشالې لمانځل مهم دي..
ثنا اعجاز وخت ناوخت او د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډو کې د پښتنو د بیدارۍ لپاره ویناوې کوي.
وروستي