هندوستان هېواد کې سېلابونو لکونه خلک بې ځایه کړي او په لسګونه نور یې وژلي دي

روهي( دوه نۍ/۲۱ د زمري )، د هندوستان کورنیو چارو وزیر امیت شاه د یکشنبې په ورځ د کرناټکس د بیلګوي ولسوالۍ د سیلاب ځپلو سیمو څخه هوایی سروې ترسره کړه.
 
 
دغه یاد شوي ایالت کې په تېره یوه اوونۍ کې (۷۲ ) کسان د سېلابونو له کبله وژل شوي او په سلګونو نور بيا ژوبل شوي او په لکونو نور بیا بې ځایه شوي دي.
 
 
دغه آیالت هوایي میدان د یو څه ځنډ وروسته نن ورځ بېرته په کار پیل وکړ. د دې ترڅنګ دغې سیمې ته د هند هوایي ځواک خلکو ته بېړنۍ مرستې هم رسولې دي.