روهي( یوه نۍ/۲۰ د زمري )، د پاکستان پرته نن ورځ په ټوله نړۍ ګې د مسلمانانود لوی اختر لومړی ورځ وه، خو پاکستان کې بیا سبا د لوی اختر لومړی ورځ ده.
پرون ورځ د عرفې ورځ وه او سعودي ته ټول تللي حاجیان د عرفات میدان ته لاړل او نن ورځ بیا د لوی اختر لومړی ورځ وه خو پاکستان بیا د ټولې نړۍ خلاف اختر اعلان نه کړ دا چې پاکستان ولې اختر اعلان نه کړ دا یې لومړی ځل نه دی او نه هم دغه وجه مالومه ده، چې ولې د نړۍ د مسلمانانو سره اختر په یو وار نه کوي.
پاکستان کې ځینې کلیوالې سیمو کې خلک د نورې نړۍ سره اختر لمانځي چې بیا د پاکستان حکومت د دغو سیمو د جوماتونو مولیان بندوي او د دې پر نوم چې د حکومت خلاف کارونه ترسره کوئ سزا ورکوي.
وروستي