تانزانيا کې د تيلو ټانکر خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده

روهي( یوه نۍ/۲۰ د زمري )، تانزانيا کې د تيلو په ټانکر کې د چاودنې په پايله کې زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 

د تانزانيايي چارواکيو په وينا پيښه د نوموړي هيواد د موروګورو په ښار کې رامنځته شوې ده . پدې پيښه کې ل۶۴ کسان وژلي دي.
 

چارواکيو ويلي دي چې لومړي د تيلو ټانکر ټرافيکي پيښه وکړه چې د ټانکر نه تيل روان شول. په لسګونه تنه د ټانکر شاوخوا ته راټول شوي وو او په ستلونو کې ترينه د تيلو راټولو هڅه کوله چې په ناڅاپي ډول چاودنه رامنځته شوه.
 
په چاودنه کې ۶۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې ډيرې سوځيدلي دي.