
روهي (جمعه/۱۸ د زمري)، د پاکستان بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي چين ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي دي چې هېواد يې د هندوستان سره د کشمير پر سر د راپورته شوې ستونزې د پوځي حل نه بلکې د سياسي او خبرو - اترو له لارې د حل په لټه کې دی.
قريشي د هندوستان او پاکستان ترمنځ د کشمير د تازه ناندرۍ په پار نن ورځ د چين پلازمېنې بېجېنګ ته لاړ.
بيا له بلې خوا د پاکستان د پوځ وياند جنرال آصف غفور نن روځ په ټوېتر ليکلي وو چې که چېرې هندوستان په کوم پوځي اقدام لاس پوري کړي نو پاکستاتان به يې داسې ځواب ورکړي چې بې ساری به وي.