
روهي (جمعه/۱۸ د زمري)، نن ورځې د هندوستان تر والکې لاندې کشمير کې د هندي پوليسو او سيمه ييزو لاريون کوونکو ترمنځ نښته شوې ده چې تر پنځوسو کسان په کې ټپيان شوي دي.
لاريون هغه وخت شوی دی چې د هند پوليسو له يوې اوونۍ د تګ - راتګ بنديز وروسته نن د جمعې لمانځه لپاره خلکو ته د بېرون را وتلو اجازه ورکړه.
د هند حکومت په کشمير سيمه کې انټرنېټ او د موبايل چوپړتياوې هم بندې کړې دي او خلک ورته لاس رسی نه لري.
د هند د حکومت پر وړاندې د کنټرول او امنيت ستره ننګونه راتلونکی لوی اختر دی. د کشمير اکثريت وګړي مسلمانان دي چې اوس مهال پوليسو له کورونو د بيرون راوتلو اجازه هم نه ورکوي خو د هند حکومت هم ويلي دي چې د اختر مراسم به په عادي ډول سره ولمانځل شي.