
روهي (جمعه/۱۸ د زمري)، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن جمعه په يو رسمي سفر د چین پلازمېنې بېجېنګ ته تللی دی.
دی په د دغه سفر په ترڅ کې د چين بهرنيو چارو وزير او نورو چارو سره په کشمير کې د پاکستان او هندوستان د راپورته شوي کړکېچ په اړه ناستې وکړي.
قریشي چين ته له سفر څو شيبې وړاندې رسنيو ته وويل چې هندوستان غواړي د سيمې امنيت ګډوډ کړي او په دې پار يې کشمير کې په پوځي اقداماتو لاس پورې کړی.
له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزير عمران خان د سعودي عربستان له وليهعد محمد بن سلمان سره د کشمير مسالې په اړه خبرې کړې وې.