کشمير کې مسلمانانو نن د جمعې لمونځ د هندي پوځ د شديدو تدابيرو لاندې ادا کړ

روهي (جمعه/۱۸ د زمري)، له لکه چې هندوستان د اساسي قانون هغه ماده لغوه کړه کومې چې هندي کشمير ته نيمه ازادۍ ورکړې وه، نو په ياده سيمه کې په تګ - راتګ بنديزونه ډېر شول.

له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په کشمير کې د خلکو په ګرځېدو او راټولېدنو بنديز لګېدلی دی خو نن د جمعې لمانځه لپاره خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې جوماتونو ته لاړ شي.

د پاکستان حکومت په کشمير کې د هندي پوځيانو له ځای پر ځای کېدو سره سخت مخالفت ښوودلی دی او ويلي دي، چې موضوع به د ملګرو ملتونو امنيت شورا سره شريکه او د هندي پوځ د وړاندې په اقدام کې به ځواب ورکړي.