د پاکستان پوځ: که هند په کوم اقدام لاس پوري کړي نو دا ځل به داسې ځواب ورکړو چې بې ساری به وي

روهي (جمعه/۱۸ د زمري)، د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال آصف غفور ويلي دي چې که چېرې د هندوستان پوځ د کشمير په برخه کې په کوم پوځي اقدام لاس پوري کړي نو دوی به يې ځواب ورکړي.

غفور په ټوېتر ليکلي دي چې د پاکستان ځواب به دا ځل له هغې ډېر قوي وي کوم يې چې په ۲۰۱۹ کې د فيبرورۍ په ۲۷مه هندوستان ته ورکړی وو.

دغه پاکستاني جنرال ويلي دي چې د هند پوځ ډېر ځلې د کشميري ولس د ځپلو هڅې کړي چې په کې ناکام شوي دي او دا هڅه به يې هم بريالۍ نه شي.

د کشمير پر سر د راپورته شوې ناندرۍ له امله د هندوستان او پاکستان خپلې سياسي او سوداګريزې اړيکې سره ځنډولې دي.