پاکستان له خپل هېواده د هند سفير وباسي

روهي (پنځه نۍ/۱۷ د زمري)، د کشمير پر سر د هندوستان او پاکستان پوځي او سياسي کړکېچ زور اخېستی دی. د پاکستان کابينې پرېکړه کړې ده چې په اسلام اباد کې د هندوستان سفير وباسي او له نوي ډيلي به هم خپل سفير را وغواړي.

د عمران خان په مشرۍ د پارلمان په ناسته کې ويل شوي دي، چې تر يو نامالوم وخت لپاره به د ګاونډ هندوستان سره پوځي او سوداګريزې اړيکې وځنډول شي.

کړکېچ وروسته له هغې زور واخېست چې هندوستان نيمه ازاد کمشير په خپل اختيار کې د راوستلو لايحه تصویب کړه. پاکستان ويلي دي چې د دغه اقدام په اړه به د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته شکايت وړي او هندوستان ته به د دغه چارې د پلي کېدو اجازه ورنه کړي.

د يادونې ده چې تېره پاکستان د اجی په نوم يو لوړپوړی هندی ډپلماټ هم له اسلام اباده بهر کړ او د اړيکو د ځنډېدو خبرداری يې ورکړږ