
روهي( پنځه نۍ/۱۷ د زمري )، د پښټون ژغورنې غورځنګ مخکښه غړې ( ثنا اعجاز ) په خپل توېټر لیکلي دي چې کشمير د کشمیريانو دی، نه د پاکستان دی او نه د هند.
هغې پر پښتانو غږ کړی دی چې پښتانه دې اول د ځان غم وکړي ځکه ما کشمیريان د پښتنو دپاره جهاد خو پرېږده په لاریون هم نه دي ليدلي. نه ورته پته شته چې وزيرستان، سوات او ټول پښتونخوا وطن کې څه څه ظلمونه وشول.
د ثنا اعجاز د دغو خبرو څخه داسې مالومېږي چې پښتانه دې د کشمیر پر مسله کې بې طرفه پاتې شي او د هیچا پر لور دې نه ودرېږي.