سوډان هېواد د غذایي موادو د کموالي سره مخ دی

روهي( پنځه نۍ/۱۷ د زمري )، سوډان هېواد کې روان سیاسي خرابو حالاتو له کبله ولسي وګړي د خوراکي توکو د کمښت سره مخ دي.
 
 
د روانو څو میاشتو راهیسې یاد هېواد کې پوځ حاکم دی چې پر وړاندې یې لاریونونه شروع دي او د غذایي موادو د کمښت یو لامل هم دا ښودل شوی دی.
 
 

سره د دې چې څه وخت وړاندې د سوډان د ملګي حکومت او پوځ ترمینځ یې یوه معاهده هم لاسلیک شوه خو بیا هم تردې دمه حالات خراب دي.
 

د سوډان سره د کومک لپاره سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ۵۴۰۰۰۰ ټنه غنم مرسته کوي چې تر څو پورې د سوډان ولس د غذایي موادو د کمښت د تکلیف څخه خلاص شي.
 

همدا ډول د سعودي بادشاه شاہ سلمان عبدالعزیز د سږ کال ۱۰۰۰ کسان د حج مراسمو لپاره د سوډان څخه وړیا راغوښتي دي.