ناڅرګنده لار او د افغانستان راتلونکی

 
 
ولسمشر ټرمپ او د هغه اداره غواړي له هرې ممکنې لارې چې وي طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسيږي خو که بیا هم داسې ونه شول دوهم انتخاب به یې د سیمې هیوادونو سره جوړجاړی وي تر څو ځان له دغې اوږدې او لانجمنې جګړې خلاص او له یوه اړخه امریکا له دغه ستر مالي زیانه چې په افغانستان کې يې په جګړه مصرفوي وژغوري او له بل پلوه د 2020 م کال نومبر 3 نیټې ولسمشریزو ټاکنو ته امریکایي ولس ته یو څه د سترې لاسته راوړنې په توګه وښیي.
 
نو له همدې کبله ټرمپ خپلې دغې هیلې پوره کولو لپاره اوسمهال د طالبانو او ددوی لارې د پاکستان هر ډول غوښتنو منلو ته تیار دی چې په هغه کې پاکستان سره د نویو مالي کومکونو نیولی تر نظامي مرستو او آن د پاکستان په سیمه ییزو ستونزو کې د پاکستان په نفع دریځ نیول شامل دي. د لمړي وزیر عمران خان لیدنه د ټرمپ سره چې د لاسته راوړنو ډکه بلل کيږي د هغه څه ښه بیلګه ده چې متحده ایالات طالبانو سره د سولې یوې هوکړې ته د رسیدا په خاطر پاکستان ته د هرډول امتیاز ورکولو ته چمتو دی. له بل اړخه د خلیزاد د کتنو دومره اوږده سلسله چې دمګړۍ اتم پړاو ته غزيدلې ترڅو طالبانو سره د سولې په هوکړه لیک سلا شي مګر افغان دولت ته په دغه ټوله پروسه کې ونډه نه ورکول خو برعکس یې بیا په افغان دولت فشار تر څو 1500 طالب زندانیان له بنده خوشې کړي دا هغه څه دي چې د سولې د روانو خبرو اترو په اړه یې اندیښنې راپارولي چې ګواکې د ټرمپ اداره د خپل ولسمشر د یوې بې باکه هیلي د پوره کولو لپاره د طالبانو هر ډول غوښتنې مني چې دا به د افغانستان د نوپایه ولسواکۍ دغه نوې ټوکیدلې هیلي په اوبو لاهو کړي.
 
له بل اړخه د اسلامي ډلې خراسان وروستي فعالیتونه په شمال، شمال ختیځ، غور او جوزجان ولایتونو کې او د طالبانو هغه جنګیالي چې سولې تر هوکړې وروسته به سولې ته سرټيټ نکړي نو په غالب ګمان به دوی هم د اسلامي ډلې تر بیرغ لاندې راټول شي; دا هغه احتمالي خطر دی چې افغانستان به یې د امریکا او طالبانو د سولې وروسته تجربه کړي او دا به د افغانستان راتلونکي لپاره به یو بل سرخوږۍ وي.
خو ددې ټولو سره سره بیا هم هیلي شته چې طالبانو سره د سولې وروسته به طالب او امریکایي ځواکونه د افغان ملي ځواکونو سره په ګډه د داعش په لمنځه وړلو کې مرسته وکړي. لکه څرنګه چې د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي د افغان سولې په برخه کې (زلمی خلیلزاد) د طالبانو سره د سولې خبرو پروسه کې داعش خراسان ډلګۍ د ټولو خواو لپاره مشترک خطر وباله او په لمنځه وړلو کې یې د همکارۍ خبرې وکړې. بله هیله بیا داده چې د طالبانو په خبره چې وایي ددوی ستونزه یوازې د امریکا د نظامي شتون سره په افغانستان کې ده او که دغه ستونزه حل شي نو د دداعش لمنځه وړل به په ګډه دومره ستونزمن کار نه وي.