نوې جګړه! نوي لوبغاړي! آيا افغانستان به د داعش لومه کې پريوځي؟

  C:UsersAmin_HajiDesktopIMG_4206.JPG
بشیر صدیقي;لیکنه
د نړیوالو اړیکو د وروستي کال زده کړیال
    افغانستان هغه سیمه چې څه دپاسه څلور نيمو لسيزو جګړې وځپه، زامن يې ترې واخيستل، ميندې يې بورې کړې، خویندې یې د ورونو له انتظاره سرتورې شوې او ګلالي ماشومان يې د پلار له سترې هستۍ بې برخې کړل.
E:7th semester IRafghanistan1.jpg
  په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د امريکا متحده ايالاتو په مشرۍ پنځلس کلن شتون د 2001م کال راهيسې او د مليونونو ډالرو مرستو سربيره بيا هم ناامني هغه څه ده چې ورځ تر بلې يې زیاتوالی موندلی، سره لدې چې همدا اوس 13000 ناټو ځواکونه په هيواد کې شتون لري چې د افغان ځواکونو د تجهيز او روزنې دنده پر غاړه لري او دغه اوړی يې ژمنه وکړه چې دوی به افغان ځواکونو ته د کمک لړۍ تر 2020م کال پورې وغزوي.
  خو ددغه ټولو نظامي او ملکي مرستو سره سره بيا هم په کابل کې مرکزي حکومت کمزوری ګڼل کيږي چې دغه کمزورتيا بيا ددې سبب ګرځي چې په هيواد کې مختلفې جنګي ډلې غوټۍ وغوړوي چې ددغو ډلو له جملې يې ځينې بيا د سيمې يو شمير هيوادونه خپل ملي امنيت ته ستر ګواښ ګڼي نو له همدې کبله دا هیوادونه په دې لټه کې دي ترڅو په سيمه کې د يو فعاله اکټر يا ممثل رول ولوبوي.
  په منځني ختيځ کې د ايران او سعودي عربستان پټه جګړه چې د روانې پيړۍ د تر ټولو پيچلې او ويجاړونکې جګړې څخه ګڼل کيږي هغه موضوع ده چې د نړيوالو رسنيو پام يې ځانته اړولی مګر دا چې ياد لوبغاړي به د غرب دغه د نيمې پيړۍ نندارتون څومره نور هم ناامنه کړي هغه موضوع ده چې تراوسه پټه پاتې شوې.

 خوپه هر حال راګرځو خپلې اصلي موضوع ته چې; نوې جګړه يعنې څه؟ او ولې ايران او سعودي خپله جګړه د منځني ختيځ نه افغانستان ته راوغزوله؟ دا هغه څه دي چې دلته به پرې کتنه وکړو مګر له هغه مخکې ددغې لوبې د لوبغاړو پيژاند اړين ګڼم.
  لمړی لوبغاړی ايران; د ايران-افغانستان "936" کيلومتره ګډه پوله ددې سبب ګرځيدلی چې ياد هيوادونه دې د مشترکې ژبې، دود-دستور، نژاد او آن د ګډو اقتصادي ګټو خاوندان کړي. چې همدا د ژبې او دود-دستور شريکتيا ددې لامل وګرځيد چې ايران دې د څه دپاسه يونيم میليونه افغانانو د هجرت کور پاتې شي، نو له همدې کبله ايران نغواړي چې افغانستان له لاسه ورکړي ځکه دوی افغانستان ته خپل د عقيدوي او ژبنيز تاثير ځای په نظر ګوري.
  راځو د ايران او طالبانو د اړيکو تاريخ ته او دا چې څنګه دا اړيکې د اوږدې او سختې دښمنۍ څخه دومره نژدې دوستۍ ته واوختې؟ چې د ځينو افغان چارواکو له قوله ايران نه يوازې طالب جنګيالي تمويلوي بلکې ددوی د روزنې دنده يې هم پر غاړه اخيستې او ګمان کيږي چې طالبان دې په کرمان، مشهد، تهران او زاهدان چې د ايران د ترټولو لويو ښارونو څخه ګڼل کيږي دفترونه ولري.
په 1996م کال کې د يوې پښتون سني پلوه ډلې ظهور د طالبانو په نامه او دهغه ګړندي نفوذ په ګرد افغانستان کې ايران وګواښه نو له همدې کبله ايران وپتيله ترڅو ددغه نفوذ مخه ونيسي او د خپلو همفکره جنګياليو مرسته وکړي نو له همدې کبله يې د شورای نظار ډلې سره خپل مزي وغزول او د طالبانو په مقابل کې يې ددوی مرستې ته ورودانګل او آن ويل کيږي چې په 1996م کال کې د ايران امنيت شورا په يوه بيړنۍ غونډه کې پدې پريکړه وکړه چې پر افغانستان حمله وکړي او هرات ښار ونيسي تر څو په سيمه کې يې د طالبانو د غښتلتيا مخه نيولې وي. اما دغه فکر او همکارۍ په 1998م کال مزارشريف کې د شپږو ايراني ډيپلوماټانو ژوند واخيست. د ايراني ډيپلوماتانو وژنې د ايران او طالبانو اړيکې لاپسې ترينګلې کړې او ايران يې دې ته اړ کړ تر څو سرحد ته څيرمه 70,000 ځواکونه واستوي نو له همدې کبله کله چې په 2001م کال کې نړيوالې ټولنې د امريکا متحده ايلاتو په مشرۍ افغانستان کې مداخله وکړه-ايران يو له هغه اولو هيوادونو څخه ؤ چې دغې مداخلې ته يې ښه راغلاست ووايه او ؤيې وپتيله ترڅو نړيوالې ټولنې سره په ګډه افغانستان څخه د طالبانو لمن غونډه کړي. نو ځکه يې په کابل کې د نوي حکومت په رامنځته کيدو د ولسمشر کرزي د دفتر سره نږدې اړيکې جوړې کړې او د افغانستان د بيارغونې په پروسه کې يې په پراخه توګه ګډون وکړ ترڅو مرکزي حکومت پياوړۍ او طالبان له دغه لارې وځپي. اما د داعش په نامه ډلې رامنځته کيدل هر څه لمنځه يوړل او د کلونو کلونو دغه دښمنان(ايران او طالبان) يې دې ته اړ کړل ترڅو د ګډ دښمن د ختمولو لپاره لاسونه سره يو کړي.
  د طالبانو او ايران دغه تاريخي دښمنۍ چې څنګه په دوستۍ بدله شوه مونږ ته دغه پنځه ټکي خلاصه کوي:

۱) دداعش په نوم ډلې حضور کوم چې د عقيدې له اړخه دايران ستر دښمن ګڼل کيږي او بله دا چې ددې ډلې لخوا خپل حضور ته د خراسان نوم ورکول چې د اوږده تاريخي شاليد لرونکی دی (خراسان په اوسني وخت کې د ايران, افغانستان او مرکزي آسيا هيوادونو څخه جوړه شوې سيمه) نو ځکه ايران مجبور شو تر څو د يو دښمن ځپلو لپاره بل ته لاس اوږد کړي.

۲) دوهم دا چې ولې ايران طالبانو ته د دوستۍ لاس وغزاوه هغه په افغانستان کې د امريکا شتون دوامداره کيدلو موضوع ده سره له دې چې په لمړيو کې ايران دغه حضور ته هرکلی ويلی ؤ ترڅو د طالبانو رژيم وپرزوي مګر ايران هيڅ وخت دا نشي زغملای چې افغانستان دې په بشپړه توګه د امريکا متحده ايلاتو لاس ته پريوځي.

۳) دا د افغانستان د نامعلومه راتلونکي موضوع ده ځکه دا معلومه نده چې د ملي وحدت حکومت به کله طالبانو سره سوله کوي او همدا طالبان به سبا د افغانستان د حکومت برخه وي نو ځکه ايران غواړي وار له مخه طالبانو سره خپلې اړيکې غښتلې کړي ترڅو په راتلونکي کې بيا غليم ونه ګڼلی شي.

۴) ايران نغواړي په روانه جګړه کې دې بې پری پاتې شي ځکه د ايران رقيبانو(پاکستان، سعودي عربستان، امريکا او چين) وار له مخه خپلې اړيکې د طالبانو سره پياوړې کړي نو ځکه ايران نغواړي د طالبانو د دوباره ظهور په لوبه کې دې بايلونکی وپيژندل شي.

۵) دا د ايران او پاکستان د اقتصادي کشمکش موضوع ده ځکه ايران غواړي ترڅو طالبان خپله غيږه کې ولري او په بلوچستان کې د روانې ناامنۍ په پلمه د ګوادر پرځای چابهار بندر نړيوالو ته د يو امن بندر په توګه وروپيژني.
 نو له همدې کبله ويل کيږي چې د ايران او طالبانو اړيکې په اوس وخت تر هر بل وخته ډيرې پياوړې دي.
  راځو دوهم لوبغاړي سعودي عربستان ته او داچې ياد هيواد له خپلې دغه نوې جګړې څخه څه موخې لري او څه کول غواړي؟ دلته به پرې کتنه وکړو مګر له هغه مخکې اړينه ده د افغانستان-سعودي پر اوږدو اړيکو لږ تم شو.
 سعودي عربستان او افغان ولس د اوږدو تاريخي او ديني اړيکو لرونکي هيوادونه دي چي ددغو اړيکو له جملې يې يو هم د سور پوځ يرغل په مؤده کې د افغان مجاهدينو سره همکاري او مرسته ده او همدارنګه په 1996م کال کې سعودي يو له هغو دريو هيوادونو څخه وه چې د طالبانو رژيم يې په رسميت وپيژانده چې ددواړو هيوادونو په اړيکو يې خورا اغيز وکړ.
 له دې سربيره افغان ولس سعودي هيواد ته د مسلمانانو د پيشوا يا مخ لاړي هيواد په سترګه ګوري چې دا ټول په مدينه منوره او مکه مکرمه کې د مسلمانانو د تر ټولو سپېڅلو ځايونو شتون له کبله دی، خو داچې سعودي ددومره مينې او احترام په بدل کې څه کوي دلته به پرې کتنه وکړو.
  د افغان روس جګړې په مؤده کې د عربستان شاهي نظام او خلکو نيږدې اړيکې يې د افغان ولس سره او له هغه وروسته د طالبانو د رژيم پيژندنه هغه څه ول چې سعودي غوښتل له دې لارې د تل لپاره په سيمه کې پاتې شي مګر په 2001م کال کې 9/11 بريد او د نړيوالې ټولنې د امريکا متحده ايلاتو په مشرۍ راتګ افغانسان ته چې په کابل کې يې د يوه نوي مرکزي حکومت بنسټ کېښود کوم چې د ايران حکومت (د سعودي تاريخي او او مذهبي رقيب) د پراخې مرستې او همکارۍ څخه برخمن ؤ هغه څه ول چې د سعودي پر ګرمو هيلو يې واورين څادر وغوړاوه.
 نو له همدې کبله سعودي ددې په لټه کې شو چې څنګه خپل ځان په دغه نړيوال نندارتون(افغانستان) کې ځان د يو مهم عنصر په توګه معرفي کړي چې ددغې هيلې پوره کولو لپاره په کابل کې د نوي حکومت رامنځته کيدل، په منځني ختيځ کې د ايران او سعودي پټه جګړه او تر ټولو مهم يې په يمن کې د حوثي ډلې رامنځته کيدل او ددې ډلې ګواښ حرمين الشريفين ته چې د ولسمشر غني د تند غبرګون سره مخ شو او ددغې ډلې پر ضد يې د عربي نړۍ د حملاتو چې د سعودي دولت له لوري رهبري کيږي ملاتړ وکړ چې د ځينو په اند ولسمشر غني د سعودي هيواد او ايران ترمنځ د اړيکو انډول ونشو ساتلی او له خپله کارته يې په مناسب ځای کې استفاده ونشوه کړای نو له همدې کبله يې خپل د تيرې يوې نيمې لسيزې ملګرۍ (ايران) په دومره آسانۍ له لاسه ورکړ. خو برعکس دې موضوع سعودي ته يوځل بيا هيلې وبښلې تر څو خپل پخوانی آرمان پوره کړي.
  افغانستان ته په اوس وخت کې ترټولو خورا مهمه موضوع دداعش په نوم لوبه او له دغې لوبې بيرته ژوندي راوتل دي، کوم چې سعودي غواړي ددغه لوبې له لارې خپلو موخو ته ورسيږي چې دلته به دغه موخې په ټوله کې په دوو برخو وويشو:
  لمړۍ يې د خپل پخواني ملګري واشنګټن د باور لاسته راوړنه او هغه ته ځان ريښتينی ښودل دي ځکه دا جوته ده چې واشنګټن د پخوا په څير د رياض ملاتړی ندی چې همدې موضوع په يمن او سوريې کې د سعودي بری ناشونی کړی او داسې برېخي چې منځنۍ ختيځ نور د امريکا لپاره دومره اړين ندی ځکه اوس هلته داسې کوم هيواد نه ليدل کيږي چې د امريکا د کلک ملګري (اسرايل) ته دې ګواښ وګرځي. نو ځکه سعودي غواړي د افغانستانه په استفادې په منځني ختيځ کې د امريکا شتون وغزوي ترڅو په سوريه کې د بشارالاسد رژيم وپرځوي.
بله دا چې د 9/11 بريد وروسته د سعودي په دوامداره توګه پړ ګڼل او همداشان په اوسني وخت کې د کانګرس له لوري نوی تصويب شوی د ټروريزم ضد قانون هغه څه دي چې د سعودي حکومت تل ځوروي. نوځکه  سعودي غواړي په افغانستان کې دداعش له لارې ځان امريکا ته رېښتينی ثابت کړي او واشنګټن سره د خپلو اړيکو لپاره له افغانستانه د چانه زنۍ د وسيلې په توګه ګټه پورته کړي.
  دوهمه موخه يې د سعودي او ايران دښمنۍ ته ګرځي او هغه دا چې سعودي هيڅکله نغواړي افغانستان دې د تهران د تاثير ځای په حيث واوړي ځکه دا په سيمه کې د سعودي تفوق یا سپریمیسي ختموي چې د همدغه تفوق لاسته راوړلو لپاره ايران او سعودي تل ددې په لټه کې دي تر څو يو بل وځپياو د ټولو مسلمانانو مشرتیا ترلاسه کړي. نو ځکه سعودي غواړي په افغانستان کې د هغه ډلو سره کاروکړي چې شيعه ضد پلوه وي. او له ايرانه دلته په افغانستان کې خپل د يمن غچ واخلي ځکه  افغانستان د ستراتيژيک جغرافيوي موقعيت له اړخه ايران ته هغومره مهم دی چې يمن يې د سعودي لپاره لري.
    E:7th semester IRimages (1).jpg
      نيو ايسټرن لوک مجلې د [داعش په افغانستان کې او پټه جګړه د ايران او چين په مقابل کې] تر سرليک لاندې ليکي چې "دا پټه خبره نده چې داعش د غربي استخباراتي شبکو او غربي نړۍ ستر همکار دی! او همدارنګه ليکوال په دې باور دی چې داعش ته په منځني ختيځ کې غربي نړۍ په خپله لاره هواره کړه ځکه د امريکا د حکومتونو د ړنګولې پاليسۍ او په سيمه کې د واک خلا رامنځته کول او همدا شان ددې ډلې آزاد پريښودل هغه موارد دي چې دا ثابتوي غربي نړۍ د سعودي په همکارۍ په خپله دا ډله رامنځته کړه, نو ځکه غواړي اوس له خپل دغه همکار څخه په افغانستان کې د ايران او چين په مقابل کې استفاده وکړي او ياد هيوادونه هم پرې وځپي."
د تهران او رياض دغه جګړه به نه يوازې ددې سبب وګرځي چې په سيمه کې مرکزي حکومت کمزوری کړي, بلکې د نورو مختلفو ترهګريزو ډلو پيدايښت ته به هم لاره هواره کړي. چې د قدرت دغه خلا به افغانستان په تدريجي توګه د داعش کندې ته وغورزوي او په سيمه کې به د منځني ختيځ په څير د وضعيت ليدونکي واوسو او د افغانستان دغه نوپايه ولسواکۍ نظام ته به د خورا ستونزمنه وي چې دغه پيچلې لوبه په صحيح توګه ولوبوي او ترې ژوندی راووزي. خو که چيرې افغان حکومت دغه لوبه په پوره مهارت سره ترسره کړي او د ديپلوماسۍ په ډګر کې له خپل هر کارت څخه په مناسب ځای کې ګټه پورته کړي (چې خورا ستونزمنه ده!) نو نه يوازې به په افغانستان بلکې په ټوله سيمه کې د يو امن او سوکاله راتلونکي ليدونکي يو.