سوله د افغان وژنې او امتیاز اخېستو یوه بله سناریو

درې لسیزې کیږي،چې د وحشتناکې سناریو قیمت افغان ولس پریکوي طالب،چې د اوسنۍ خونړۍ قضیې یو بعد دی او په ضمن کې په لس ګونه نورې ترهګریزې ډلې،چې په سیمه کې د استخباراتي کړیو له لورې حمایه کیږي او د خپلو مغرضو او شومو اهدافو په پار ترې په جګړه کې ګټه اخلي پر افغاني ټبر د جګړې اور تود ساتلی، د یولسم سپټمبر د پېښو وروسته،چې کله امریکا په افغانستان کې د طالبانو نظام راوپرځوه او په دې پلمه چې ګواکې د القاعده او هر هغه ترهګریزې ډلې،چې نړیوال امینت ته ګواښ پېښوي په ځانګړي ډول د امریکا ګټو ته تاوان سره مخامخ کوي د امریکا د پوځي قطعاتو او استخبارات به یې هدف ګرځوي.

هغه جګړه ،چې متحده ایالاتو اتلس کاله وړاندې پیل کړه او د یادې جګړې د ګټولو لپاره یې مالي او ځاني قربانۍ ورکړې دا،چې جګړه ولې دومره اوږده شوه اومتحده ایالات ولې پدې ونه توانیده، چې د یادې جګړې لمن راټوله کړي او یا دا،چې ولې متحده ایالات د طالبانو د یوې ډلې په وړاندې ونه توانیدل ،چې یادې ډلې ریښې وباسي هغه پوښتنې دي،چې د هر افغان په ذهن کې یې ځای نیولی.

یادې د ولې پوښتنې ځواب ته په لنډ ډول تبصره کوو اوله مساله داده،چې اصلا امریکا ته د طالب څخه د جګړې ګټل هېڅ ستونزمن کار نه وه، نه دی ولې متحده ایالات د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې د افغانستان جیوپالوټیکس ارزښت په کتو د منځني ختیځ هېوادونه تر خپل نفوذ لاندې نیولي په ډېرې اسانۍ کولای شي د منځني ختیځ هېوادونه د افغانستان څخه مهار کاندي ددې ترڅنګ متحده ایالات پدې پوهیږي،چې د جګړې پرته په سیمه کې خپل اوږدمهاله ستراتېژیک اهداف نه شي تعقیبولی، متحده ایالات په ډېری مواردو کې د طالب لوړپوړو بانفوذه اشخاصو سره خپلې پټې استخباراتي اړیکې ساتي.

او د بېلابېلو نومونو نه په ګټې اخېستنې د جګړې اور ته لمن وهي اصلي محور د جګړې طالب نه بلکې خپلې اوږدمهالي ستراتېژیک اهداف دی.

دویم بعد د جګړې طالبي ډله ده، لکه څرنګه،چې وړاندې مو د امریکا او طالب په جوړښت بحث وکړ په ورته ډول طالب په خپله ټوله مبارزه کې د یوه سپر په ډول استفاده شوی تاسې وګورئ پنجاب طالب ته دا اولس کاله په خپله خاوره کې خوندي پټن ځایونه ور کړيدي.

د جګړې د اور تود ساتلو لپاره طالب دومره امکانات له کومه کوي؟ خو روښانه ده،چې طالب څخه هر هېواد د خپلو ګټو په اساس استفاده کوي پنجاب ته تر پرونه د ملا عمر زوی مهم وه پخپل زړه کې یې ورته ټول امکانات برابر کړي وو؛ ولې نن،چې پنجاب د متحده ایالاتو سره د خپلو ګټو لپاره تعامل ته وړاندې شو همغه د زړه سر د ملا عمر زوی یې یوه کنفرانس د تلو په وخت کې له منځه یوړ ددې ترڅنګ د طالب لس ګونه نور مشران هم د ورته برخلیک سره مخ شول ولې طالب لا هم د پنجاب غېږه باندې نازیږي؛ په همدې ډول کله ،چې خان د متحده ایالاتو جمهور رئیس ټرمپ سره ولیدل د کشمیر مساله یې راپورته کړه اوس پنجاب د کشمیر مسالې ته د کابل د سولې له پروسه سره ارتباط ورکوي د هند او پاکستان په کشمیرکې یادې کشالې قیمت هم باید افغانان پرې کړي!؟ پنجاب طالب رالیږي په عینې وخت کې په کابل کې په سل ګونه افغانان قتل عام کوي.
طالب د تعریف لپاره به همدومره بس وي طالب هغه څوک دی،چې اوس د خپلو سیاسو ګټو او امتیاز اخېستو لپاره مکې شریفې ته نه ځي خو یهودو او خپل سرسخته دوښمن سره په هر کفري ملک کې د کېناستو اراده کوي.

د طالبانو یادې انعطاف پذرۍ ته په کتو متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وګماره، تاسو ولیدل،چې خلیلزاد په مختلفو پړاوونو کې د طالب لوري سره خپلو مذکراتوته دوام ورکړ.

اوس چې مذکرات د جوړجاړي تر سرحده ورسیدل طالب لوری کوشش کوي،چې یو ځل بیا تېر ته په کتو یې،چې د جګړې له درکه څومره امتیازات واخېستل یو ځل بیا یې د سولې د موافقې په نهايي کېدو سره د افغان وژنې لپاره خپله د ټوپک خوله د افغانانو په سر نیولې هره ورځ په لس ګونه افغانان چې کلونه یې د پرديو ګټو لپاره خپل لوڼې، زامن،خپل خپلوان په شهادت ورسیدل لا هم دا لړۍ روانه ده.

دا،چې څومره نور وژل کېږو دا لوبه به د تر هغې روانه وي،ترڅو چې ټول قومي، ژبني او هر ډول سلیقوي برخوردونه یوې خواته شوي نه وي.

دریمه مساله افغان حکومت دی،چې طالب ورسره هېڅ ډول تعامل ته زړه نه ښه کوي او د یو غیرې مشروع ، او ګوډاګي نظام نوم ورکوي اوس بیا پوښتنه پیدا کیږي،چې نظام نا مشروع طالبه ته ځانته په څه شي مشروعیت ورکوي!؟ ته ددې جګړې او افغان وژنه ته د کوم ایت او حدیث په اساس مشروعیت ورکوي!؟

د اسلامي نړۍ د مرکزه درباندې فتوا صادره شوه، ستاسو اوسنۍ جګړه یې کاملا نامشروع یاده کړه، هېڅ دیني اساس نه پیدا کیږي،چې یادې جګړې د تدوام لپاره یې دلیل وګرځوئ ، نو بیا ولې د پردیو ګټو لپاره افغان مظلوم ملت قرباني شي!؟

پاکستاني چارواکې په زغرده دا مني،چې دا ورته د منلو نه ده،چې په کشمیر کې د وینې بهیږي او په کابل کې د سوله وي نو ایا اوس ستاسو ځواب هو دی یا نه !؟

د خپل افغان ورور د وژنې لپاره د پنجاب سره تعامل سور کفر دی افغانانو لپاره خپل ملي ارزښتونه او نظام سرې کرښې دي هر هغه چا،چې یادې سرې کرښې کراس کړيدي پښه او څپلۍ یې نه دي سره ورغلي اوس باید امریکا او د نړۍ هر زبرځواک، ډلې ټپلې باید پدې وپوهیږي،چې افغانان په هېڅ صورت خپلې خاورې او ناموس په سر معاملې او تعامل ته زړه نه ښه کوي او خپل ویاړلی تاریخ به نه چټلوي.