انتخابات که انتصابات؟

ټاکنې په ډیموکراتیکو ټولنو کې یو له خورا مهمو او سرنوشت سازه اصلونو څخه یو اصل دی، چې پلي کېدل یې د ولسواکۍ یو اړین اصل بلل کېږي او د هېوادونو د سیاسي ثبات او ارامۍ سبب ګرځي نو پدې اساس یې ترسره کېدل یو مُبرم ضرورت دی.

په افغانستان کې هرځلي ټاکنې له ګڼو ستونزو اوچلېشونو سره مخ وي د بون د کنفرانس له دایریدو تر موقتې ادارې ترجوړیدو او ورپسې هر ځلې ټاکنې که د ریاست جمهوري دي او که پارلماني له پریمانه درغلیو، خودسره یو سره ملې ټاکنې وې،چې متاسفانه باید ووایم چې په افغانستان کې د ډېموکراسۍ دغه مهم اصل لا هم د هغو معیارونو او ارونو له مخې نه دی تطبیق شوی چې لازم دی دا چې دلایل څه دي اصلا ګڼ دلایل لري لومړۍ لوی دلیل یې خپله اصلا بهرنیان په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایلات او نور د افغانستان په روانه معضله کې ګڼ ښکېل ابعاد او حامیان یې نه غواړي چې دلته دې یو کورنۍ سیاسي ثبات حاکم شي.

دویم دا چې په کور دننه د ټاکنو لپاره د یو منظم مېکانېزم نشتون هغه څه دي چې د هرځل انتخابات د افغان ولس د سر په بیه ترسره کیږي خو پایله یې بیا هم د څو مشخصو سیاسي کړیو په نفع پای ته رسیږي.

دریم دا چې د سیمې هېوادونو پټې استخباراتي کړۍ هغه سیاسي ګوندونو، اشخاص او افراد په مالي لحاظ حمایه کوي ترڅودلته د ټاکنو له لارې داسې کسان د واک تر ګدیو ورسوي چې په راتلونکي کې په سیمه کې ددوی د پټو دسیسو او ګټو په وړاندې خنډ نه شي او که احیانا ددوی په وړاندې کوم خنډ جوړیږي بیا د همدې کسانو په ذریعه دلته د دوی په نفع څرګندونې کوي.

نوبناً دا چې ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله د سهامي شراکت ترجوړیدو وروسته دواړه سیاسي ټیمونه پدې هڅه او تلاش کې وو چې په راتلونکو ټاکنو کې د خپل سیاسي قدرت د زیاتوالي په موخه د ټاکنو په کمېسون کې خپل کسان ځای په ځای کړي نو وروسته ترګڼو نندریو او سیاسي فشارونو څخه ارګ او سپیدا دار ماڼۍ د ټاکنو کمېسون پخواني ټول کارمندان پرته له دې چې د ګوښه کېدو په اړه یې ولس ته وضاحت ورکړي له دندو ګوښه او په دویمه ورځ یې ددې لپاره چې د دوی په وړاندې خولې خلاصې نه کړې ټول یې په ارګ او سپیدا دار ماڼۍ کې د مشاورینو په توګه وټاکل نو بناً له همدې ورځې د ولس په زړونو کې د شفافو ټاکنو څراغ مړ شو.

اوس د ټاکنو کمېسون چې د دواړو ټیمونو له خوا په مشارکت سره جوړ شوی دی هېڅ ډول د شفافیت، او روڼتیا څرک پکې نه لیدل کېږي او له کړنو یې واضیح معلومیږي چې را روان انتخابات نه بلکې انتصابات دي.
دې چارې په ټاکنو باندې د څار نړیوال بنسټونه هم اندېښمن کړيدي او په وار، وار له رسنیو سره پدې اړوند خپلې اندېښنې شریکې کړیدي.

اوسنی ټاکنیز مېکانېزم چې د ټاکنو کمېسون له لورې اعلان شوی په هېڅ صورت په ټاکنیز نظام ریفٌرم نه شي راوستلی ولې چې سر له اوسه د احتمالي نوماندانو په کورنو کې د نذګیرو او فوتوکاپیانو ماشیونونو لګېدلي او په مختلفو نومونو د تذګېرو د جوړیدو کار روان دی د ثبت احوال نفوس اداره پدې برخه کې هیڅ ډول شفاف پلان او مېکانېزم نه لري حته هغه محصوص سټیکر چې د تذګېرو پر شا لګول کیږي زورواکو کسانو ته د کمېسون لخوا ښه پریمانه ورکړل شوی ترڅو دوی په خپله پرې سټیکر ووهي.

خلاصه دا چې اوس د اوسني ملي وحدت حکومت هدف څه دی؟
ددوی هدف اوس یوازې نړیوالو شریکانو ته د ځان کامیاب ښکاره کول دي
او په همدې لحاظ یې د تذګېرو په فوتوکاپۍ باندې هم د سټیکر لګولو فرمان ورکړ پدې خاطر چې ټاکنو کې د برخوالو ارقام لوړ لاړ شي او نړیوالو ته وښايي چې دادی دومره زیاتو کسانو ټاکنو کې د برخه اخېستو هوډ کړی یعنی فقط دا ارقام لوړ بیايي.

نور خو موږ او تاسې وینو چې ناامني تردې حده رسیدلې چې ټاکنو په اړه د ښارونو په دوه کیلومترۍ کې څوک نه پوهېږي او که پوهیږي هغه کسان دي چې یا یې کوم خپل نوماند شوی او یا یې خپله د کومې ګټې وټې په خاطر د انتخاباتو بحثونه کوي.

حل څه دی؟
نور نو ملته ددې مظلومې خاورې په خاطر ویښ شئ اوس پداسې یو بدیل کار کول لازمي دي چې د افغانستان د هرفرد نماینده ګي وکولای شي داسې یو ټیم جوړولو ته اړتیا ده چې دا پاشلي قومونه سیاسي ادرسونو ټول په کې خپل، خپل ځان وویني اقتدار ته درسیدو لپاره باید ټول سیاسي ادرسونو خپلې طرحې ولس سره شریکې کړي وروسته له دې د ټولو طرحو د مثبتو نقاطو په پامنیوي سره ټولې سیاسي ډلې د واحدې قومندې غږ پورته کړي او ددې کړیدلي ولس او خاورې باندې د ملهم پټۍ ولګوي.

ددې ترڅنګ ملت ته باید ټولې هغه سیاسي څېرې بربنډې شي چې د بهرنیو ایجنټان دي او تر ننه یې د ملت په سر سوداوې کولې او تر ټولو مهمه دا چې ملي وحدت حکومت که نور هېڅ هم نه شي کولای د برحالې ملي شورا او مشرانو جرګې د ټولو غړو لپاره دې یو ځانګړی فرمان صادر کړي چې دې دواړو جرګو له هر غړی دې جلا فلتر شي او هغه وکیلان چې برحاله یې دوسي په عدلي او قضايي اورګانونو کې پرتې دي د هغوی قضیې دې برسي شي ترڅو حد اقل دغه د ملت د وینه ځبېښونکو خو د بیا ځل لپاره د واک تر ګدیو لار پیدا نه کړي.