
روهي (څلورنۍ/۱۶ د زمري)، د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن ورځ رسنيو ته ویلي دي چې له ګاونډ هندوستان سره يې دوه اړخيزې سوداګريزې او سياسي اړيکې ځنډولې دي.
پاکستان ويلي دي چې د هندوستان لوړپوړی کمشېنر (اجی) يې ورلېږلی، د هند سفير به هم ورلېږي او خپل سفير به هم هېواد ته راوغواړي.
بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دا هم ويلي دي چې د اکثريت مسلمان نفوس لرونکي کشمير په سيمه کې د هندوستان وروستيو اقداماتو په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته شکايت وکړي.