کشمير کې د روان وضعيت په اړه عمران خان د سعودي شهزاده محمد بن سلمان ته زنګ کړی

روهي (څلورنۍ/۱۶ د زمري)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان په کشمير کې د هند او پاکستان د پوځي کړکېچ په اړه د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان ته زنګ کړی.

سعودي رسنيو نه دي ليکلي چې په ځانګړي ډول عمران خان او محمد بن سلمان په کومو مسايلو غږېدلي دي، خو ويلي دي چې د وروستي پرمختګونو په اړه ويلي دي.

له تېرې اوونۍ راهيسې په کشمير کې د هندوستان او پاکستان ترمنخ پوځي کړکېچ زور اخېستی دی او دواړو هېوادونو پوځي تر تيبات پيل کړي دي.