
روهي (څلورنۍ/۱۶ د زمري)، واشنکټن په سويلي امريکا د وینزویلا حکومت له نوي اقتصادي بنديزونو سره مخ کړی. د امرکا متحدو ايالتو حکومت په تازه اقدام کې د نیکلاس مادورو حکومت منقول او غیرمنقولې شتمنې په بنديزونو کې شاملې کړې دي.
د ټرمپ ادارې ويلي دي چې دغه هېواد به په اقتصادي ډول سره محاصره کړي او همدا ډول يې په هر ډول سوداګريزو راکړو - ورکړو يې بنديز لګولی دی.
متحد ايالت وايي چې وینزویلا، شمالي کوريا، ايران او سوريه باغي هېوادونه دي، چې دوی به يې هم وځپي. په وینزویلا کې له تېرو څو مياشتو سياسي بحران رامنځ ته شوی چې د امريکا په شمول تر ۵۰ امريکايي او اروپايي هېوادونه د اوسني ولسمشر نیکلاس مادورو حکومت له رسميت پېژندنې لاس په سر شوي او پر ځای يې د اپوزېسيون مشر خوان ګويدا ته رسميت ورکړی دی.