ټرمپ د تکزاس او اوهایو د وروستیو بریدونو د برید کوونکو د اعدامولو غوښتنه وکړه

روهي( څلورنۍ/۱۶ د زمري )، امریکا ولسمشر ټرمپ د تکزاس د ال پاسو او د اویاهو د دایتون په ښارونو کې د وروستیو خونړیو بریدونو په اړه چې په پایله کې ۲۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډه جوړه کړه.
 

ټرمپ په امریکا کې د وسلو د قانون د بعضو کمبودیو نه په یادونې سره وویل چې ، د وسلو د خرڅلاو پر مهال باید د پیرودونکي شخص په اړه لا زیات تحقیقات وشي. هغه ویلي دي چې د وسلو په قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده .
 

ټرمپ د وسلو په قانون کې د اصلاحاتو په اړه د جزیاتو ورکولو نه ډډه وکړه او وویل چې تاسې ته وعده درکوم چې د عاجل حل په خاطر به ګړندي ګامونه اوچت کړو.
 

همدا ډول ټرمپ وویل چې د ورته بریدونو د فاعلینو د هر څه ژر اعدامولو په خاطر مو کانګرس ته د قانون د مسودې د جوړولو هدایت ورکړ