روسیه کې د وسلو په یو ډیپوکې چاودنه شوې

روهي( څلورنۍ/۱۶ د زمري )، روسیه کې په یوې پوځي ډیپو کې د چاودنې له کبله د سیمې نه ۱۶ زره او ۵۰۰ تنه خوندي سیمو ته انتقال کړی شوي دي.
 

د روسیې د تاس خبري اژانس د خبر له مخې د روسیې د بیړنیو پېښو ریاست ویلي دي چې چاودنه د کراسنو یارسک په سیمه کې د پوځ اړوند په یوه ډیپو کې رامنټځته شوې ده.
 
 

یاد شوي ریاست ویلي دي چې د نوموړې ډیپو ترڅنګ د خلکو د ځان د امینت په خاطر ۹ زره او ۵۳۳ تنه تخلیه شوي او څه باندې ۷۰۰۰ زره تنه د خپلو امکاناتو سره امنو سیمو ته سفر کړی دی.
 
 

ویل کیږي پدې ډیپو کې چې چاودنه شوې ده تر ۲۰۰۰ ډیر مهماتو شتون درلود.