د هند بهرنیو چارو پخوانۍ وزيره سوشما سوراج ومړه

روهي (درې نۍ/۱۵ د زمري) د هندوستان بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره سوشما سوراج د زړه د ناروغۍ له امله د ۶۷ کالونو په عمر مړه شوه.
نوموړې د نرېندرا مودي په کابينه کې د بهرنيو چارو وزيره وه. دی بي جي پي ګوند مخکښه غړې هم وه.

د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي د آغلې سوشما سوراج په مړينې خواشيني ښوودلې ده او د هندوستان لپاره يې ضايع بللې ده.